د ډوني سرمایه او موټرې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: سمیع الله درانی

د هندوستان ځینو ورزشي وېبپاڼو راپور ورکړی، چې د هندوستان پیاوړي کرکټ لوبغاړي ایم ایس ډوني د خپلو موټرو په ګراج یا تم ځای کې یو سواراج په نامه ټراکټور هم ور اضافه کړ.
د کرېک ټرېکر وېبپاڼې لیکلي، چې ډوني د کرکټ لوبغاړو له منځه یو غني او بډایه لوبغاړی دی، چې د کرکټ له طریقه زیات سرمایه‌داره شوی دی او اوس یې د ځان لپاره یو شمېر موټرې او موټرسایکلونه اخيستي دي.
ډوني تر دې دمه عصري لېنډکروزر، اعلا درجه کرولا ډوله موټر، یو موټرسایکل درلودل او په شخصي ژوند کې ترې ګټه اخلي.
اوس یې تازه یو ټراکټور اخیستی، نوم یې مهیندرا سواراج ۹۶۳ دی.
ځینو رسنیو د ډوني د شخصي سرمایې په اړه ویلي، چې ۷۲۰ کروړه هندي کالدارې لري.
د ډوني د موټرو او کور په اړه معلومات
د ډوني درې منزله لوکس کور د هندوستان په رنچي سیمه کې موقعیت لري، چې شپږ کروړه هندي روپۍ ارزښت لري او دا کور یې په خپله خوښه ډیزاین کړی دی.
د ډوني د لېنډ کروزر موټر قیمت
د پورسچ ۹۱۱ په نامه جیپ ماډل موټر یې ۲ اعشاریه ۵ کروړه هندي کالدارې قېمت لري.
د اډي کیو اووه په نامه بل موټر هم لري، چې ۸۸ لکه هندي روپۍ ارزښت لري.
هومر ایج دوه په نامه بل موټر لري، چې ۷۵ کروړه هندي کالدارې ارزښت لري.
او جي ایم سي سېرا په نامه بل موټر لري، چې قېمت یې تر ۳۲ لکه هندي روپیو رسېږي.
پر دې سربېره ښکلي موټرسایکلونه هم لري، چې وخت ناوخت پرې چکرې وهي.
ډوني ته د تحفو په ډول د قیمتي موټرسایکلونو ورکول
۲۰۱۱م کې کله چې ډوني نړیوال پنځوس اوریز جام د هندوستان لپاره وګاټه، نو هغه ته د فېراري په نامه موټرسایکل ورکړل شو.
د دې ورهاخوا د سریلانکا او هندوستان ترمنځ د نظریې یا اېډیا په نامه لوبلړۍ کې یې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته، چې دا هم یو اعلا درجه موټرسایکل و.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ډوني شاوخوا ۲۳ بېلابېل ډوله موټر سایکلونه لري.
د نیوز بایټس په نامه یوې وېبپاڼې لیکلي، چې هغه ته په تحفه کې یو لاسي ساعت ورکړل شوی، چې ۲۶ لکه هندي کالدارې قیمت لري.
ډوني له ټېنډولکر وروسته په هندوستان کې د بډایه لوبغاړو څخه دی.
د کرېک ټرېکر وېبپاڼه لیکي، چې ډوني د هندوستان پوځ لپاره یو بس موټر هم اخيستی او ورکړی یې دی.
یادې وېبپاڼې لیکلي، چې ډوني د موټرو او موټرسایکلونو شوقي و، خو اوس یې د یو فارم لپاره ټراکټور هم واخیست او د خپلو موټرو په تمځای کې یې ټراکټور هم ور زیات کړ.
درنو لوستونکو هیله ده چې معلومات مو د خوښې وړ وګرځي.
ddd.JPG