ژباړه: نجم الرحمن ناصري
اسلام مسلمانانو ته امر کړی چې د ژوي سر په یوه ځانګړي ډول غوڅ کړي له هغه پرته نشي کولای د هغه ژوي له غوښې څخه ګټه پورته کړي، ایا دا ډول د سر غوڅولو طریقه سمه ده؟د لوېدیځ خلک په دې اړه څه وايي.
د اسلام سپېڅلي دین کې د حلالو خوړو په لاستهراوړنه ډېر ټینګار شوی دی او په زیاتره روایاتو او آیاتو کې هم د دې مسئله په اهمیت تاکید شوی.
په اسلام کې د ذبحې شرایط پر دې ډول دي:
۱- باید ذبحه کوونکی مسلمان وي.
۲- د ژوي سر په هغه شي پرې کړي چې له وسپنې څخه جوړ شوی وي.
۳- د سر د غوڅولو پر وخت (ذبح)،د ژوی د ځان مخه د قبلې خواته وي.
۴- هغه وخت چې غواړي د ژوي سر پرې کړي او یا یې په ستوني چاړه کیښوده د غوڅولو پر نیت، د خدای نوم دې واخلي او که تنا «بسم الله» ووایي بسنه کوي.
۵- د څلورو غټو رګونو پرې کول.
۶- ژوی وروسته د سر له غوڅېدو څخه وخوځیګي، که څه هم خپله سترګه یا لکۍ وښوروي او یا خپله پښه پر ځمکه ووښي، چې مالوم شي چې ژوندی و.
کله چې دا موارد مراعات شول، غوښه حلاله ده او مصرف به یې مسلمان انسان ته جایز شي. دا خبره په ډاګه ده چې د څلورو رګونو پرې کول لامل کېږي چې د نن ورځې بشر د دې طریقې په صحت او د جګ ضریب درلودونکې ښې غوښې ته هدایت کړي، ځکه تنا له اسلامې ذبحې څخه په ګټه اخیستو د ژوي له وجود څخه وینه په مکمل توګه وځي او په نورو طریقو کې له وجود څخه د مکملې وینې دې نه وتلو له امله، غوښه د میکروب او د غټیدو لپاره ښه ځای دی.
اسلامي ذبحه کې د یوې ثانیې په مدت کې د ژوي د ستونی رګونه د تیزې چړې په واسطه پرې کېږي او وینه بې له ځنډه له وجود څخه بهر وځي. د رګونو پرې کول د درد د عصبي رشتو د پرې کېدلو لامل کېږي. د دې لپاره ژوی د درد احساس نه کوي. هغه د لاس او پښې خوځښتونه چې له ذبحې څخه وروسته ژوی یې کوي لامل یې درد نه، بلکې د عضلاتو انقباض او انبساط ده چې وینې رسونه پکې لګ شوي.
اسلام کې مستحب ده چې سر له وجود څخه بېل نشي او د حلالې پر وخت د روح د وتلو تر وخته پاتې شي، ځکه که سر پرې شي نخاع پرې کېږي په د وخت کې هغه رشته چې زړه ته تللي هم پرې کېږي او د زړه د درېدلو لامل کېږي او د همدې لپاره وینه دې عروقو په منځ کې پاتې کېږي.
آلماني څېړونکو د خپلو څېړنو پر بنسټ چې د اسلامې او غربې ذبحې پرتلنه یې کوله، ډېرې عجیبې پایلې لاسته راوړې.
د پروفیسور ویلهام شازل او همکار یې داکتر هیزم څېړونو د آلمان د هانوفر په وترنرۍ پوهنځۍ کې ډېرې عجیبې پایلې درلودې. په دې څېړنه کې درد او هوښیاري په دوه مرسومه ډول د تپانچې بې حسي او اسلامي ذبحه کې بررسي شول.
وروسته له څېړونو دا پایلې لاسته راغلې:
۱- په اسلامي ذبحه کې ژوي هېڅ ډول درد د پرې کولو په وخت او يا وروسته له هغې احساس نه کړو.
۲- غربي ذبحه کې ژوي د درد احساس وکړو او د بیحسه ژوي زړه له هغه ژوي چې په اسلامي ډول ذبحه شوی وه، څخه مخکې ودرېدو او یو څه زیاته وینه په غوښه کې پاتې شوه.
پایله دا چې له څېړنې وروسته دواړه ډول طریقې پر دې قایل شوې چې اسلامي ذبحه کې د ژویو حقوق خوندي او د اسلام قوانین عادلانه دي.