راشدخان او د کرکټ نړۍ تقاضا

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: سمیع الله درانی

ډېری کرکټ مبصرین دا خبره ښه په جار کوي، چې نړۍ کې کله هم د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلې جوړېږي، نو راشدخان هغه افغان ستوری دی، چې خامخا په یوولس کسیزه لوبډله کې شامل وي.
د کرکټ نړیواله شورا یې په غوره لوبو قایله ده، ځکه راشدخان داسې یو لوبغاړی دی، چې د کرکټ په هره برخه کې خورا فېټ دی، توپ اچونه یې دومره اغېزمنه وه، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ځان تر لومړي مقامه ورساوه.
په یو ورځنیو لوبو کې یو ځل له بومرا مخکې شوی و او بیا دویم شو، خو د کرکټ اصل دی، چې کله ناکله لوبغاړی یا بالر سخت وټکېږي او هلته درجه‌بندۍ کې پرې منفي اغېز ولوېږي.
۲۰۱۹م هم د راشدخان لپاره له ستونزو ډک و، په نړیوال جام کې د انګلستان خلاف سخت وټکېده، چې په ۹ اورونو کې یې ۱۱۰ منډې ورکړې او دې لوبو په راشدخان بشپړ منفي اغېز درلود.
راشدخان اوسمهال د یو ورځنیو لوبو په درجه‌بندۍ کې دویم یا درېیم لوبغاړی نه دی، بلکې د بالرانو په قطار کې لسم مقام ته وروسته شوی دی.
خو لا هم د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی، چې د محمدنبي په ګډون، مجیب الرحمن، اصغر افغان، راشدخان، نجیب الله ځدران، رحمت شاه او نور لوبغاړي په نړیواله درجه‌بندۍ کې شته او نومونو سره یې د افغانستان درې رنګه بېرغ شتون لري.

د راشدخان تقاضا او د کرکټ مینه‌والو مینه

اوس به تاسې په نړیوالو وېبپاڼو کې لیدلي وي، چې ډېری لوبغاړي پوښتل کېږي، که یوه لوبډله جوړوئ، ستاسې تخمیني لوبډله به کومه یوه وي.
نو د جون په درېیمه نېټه د هندوستان الراونډر هم د خپلې خوښې د آی پي اېل لوبو لوبډله خوښه کړه.
په دغې لوبډله کې د افغان ستوري راشدخان نوم هم و.

د هارډېک پانډیا د خوښې لوبډله

کرېس ګېل، روهېټ شرما، ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، سورېش رېنا، ایم ایس ډوني لوبډلمشر او وېکټ‌ساتونکی، هارډېک پانډیا، سونېل نرېن، راشدخان، جسپرېت بومرا او لسېت ملېنګا.
هارډېک پانډیا داسې یوه لوبډله خوښه کړې، که دغه ټول لوبغاړي یو ځای شي، نو ۹۰ سلنه د آې پي اېل د ګټلو امکان شته.
ځکه هر ځای لوبغاړی په خپل ځای یو څوک دی او د کرکټ نړۍ غوره کرکټران دي.
کرېس ګېل؛ د شپږیزو پاچا او د شل اوریزو لوبو ځانګړی توپ وهونکی دی.
روهېټ شرما د هندوستان اوپنر او د سترو شاټونو لوبوونکی دی.
ویرات کولي؛ د ښکلو او شاندارو شاټونو لوبوونکی او د هر ډول توپ‌وهونکی لوبغاړی دی.
ای بي ډیویلیرس مسټر ۳۶۰ لقب لري او لوبې یې تاسې کتلي، چې د نړۍ په کچه یو داسې توپ‌وهونکی دی، چې له بالرانو یې سترګه نه سوځي.
سورېش رېنا د خپل وخت منځنی هېټر او خطرناک توپ‌وهونکی و او لا هم له خپل برم او توپ‌وهنې نه دی لوېدلی.
ایم ایس ډوني د هندوستان نامتو لوبډلمشر او د کرکټ نړۍ هغه ستوری وېکټ‌ساتونکی، چې سټمپونو کې ریکارډ لري او خورا متوازن اخلاق یې د خلکو په زړونو راج کوي.
هارډېک پانډیا له رسل او کرېس ګېل څخه په خطرناکه توپ‌وهنه کې کم نه دی او الراونډري یې د لمر په څېر ځلېدلې ده.
سونېل نرېن د اخلاقو نمونه، د توپ اچونې ستوری او د توپ‌وهنې شانداره انداز هغه څه دي، چې نرې یې لري او همدا علت دی، چې دی یې د توپ‌وهنې اوپنر جوړ کړ.
راشدخان؛ په تمامه معنا د کرکټ لپاره جوړ لوبغاړی، چې له توپ اچونې نیولې، تر توپ‌وهنې او ډګرساتنې یې ساری کم لیدل کېږي.
بومرا؛ د نړۍ په کچه داسې کرکټ بالر چې له کمو منډو خورا ښه دفاع کوي او هم د کرکټ د یو ورځنیو لوبو په درجه‌بندۍ کې دویم بالر دی.
لسېت ملېنګا د یارکرو پاچا او د ۲۰۱۹م آې پي اېل سیالیو اتل بالر، چې ممبي انډيئنز لوبډله یې په وروستي اوور کې د ښې توپ اچونې له امله اتلولۍ ته ورسوله.
نو د هارډېک پانډیا لوبډله خورا ښه لوبډله ده او که جوړه شي آی پي اېل وړلای شي.
تاسې درانه لوستونکي دا لوبډله څنګه اروزئ، ایا وبه کولای شي، چې ښې لوبې وکړي؟
37589493_1960479830662932_4171240914678710272_n-1280x720.jpg