د اُلمپيک نړیوالي کمېټې د افغانستان اُلمپیک ملي کمېټې څخه غوښتي، چي د افغان دولت سره یوه داسي کړنلاره پیداکړي، چي ډېر ژر په افغانستان کي یو ځلي بیا ورزش پيل شي.
د یادي کمېټې مشر توماس باخ په یوه رسمي اعلامیه افغان اُلمپيک کمېټې ته راستولې او ورڅخه غوښتنه شوې، چي ډېر ژر په افغانستان کي ورزش یو ځلي بیا پيل کړي.
په یادي اعلامیې کي راغلي، چي افغان المپيک کمېټه دي د افغان دولت سره په همږغۍ داسي کړنلاري پيداکړي، چي له مخي یې دې هیواد کي یو ځلي بیا ورزش پيل شي.
توماس باخ په یادي اعلامیې کي ویلي، چي افغان دولت او افغان اُلمپيک ملي کمېټه دي په ګډه افغانستان کي د ورزش پر نوو کړنلارو او طرحو له یو بل سره خبري وکړي.
ښاغلي باخ په یادي اعلامیې کي دا هم ویلي، چي ورزش کولای شي، له کرونا ویروس وروسته د ژوند او اقتصاد په پرمختګ کي مهم رول ولوبوي.
له کله، چي کرونا ویروس په نړۍ کي خپور شوی ورزشي لوبي یا هم ځنډېدلی او یا هم لغوه شوي.
د جرمني د فوټبال لیګ د مې په ۱۶مه پيل شو، خو د انګلستان، اسپانیا او ایټالیا لیګونه روانه جون میاشت کي له مینوالو پرته پیلیږي.
افغانستان هم یو له هغه هیوادونو څخه دی، چي د کرونا ویروس له امله یې ټولي لوبي ځنډېدلي.
لا معلومه نده، چي پر کومو اُصولو او کومه نېټه به افغانستان کي ورزشي لوبو ته په رسمي ډول اجازه ورکړل شي.