شل تګلارې چې په وسیله یې نورو ته انګېزه ورکولای شئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا تر دې دمه په ژوند کې کوم چا انګېزه درکړې ده او د یوه خوشاله او روغ ژوند لپاره یې هڅولي یاست؟ که ځواب مو مثبت وي، نو په بشپړه توګه په ژوند کې مو د انګېزې ارزښت په ښه توګه درک کړی دی.
آیا غواړئ د هغې مثبتې انګېزې د جبران لپاره، چې له کوم چا څخه یې ترلاسه کوئ، تاسو هم د هغه د ښه کېدو سبب شئ؟ هر څوک نورو ته د انګېزې ورکولو وړتیا نه لري، د دې لپاره چې وکولای شئ انګېزه بښونکی انسان و اوسئ، باید له ځینو ځانګړو خصوصیاتو څخه ګټه واخلئ، د دې لیکنې په دوام، نورو ته د انګېزه ورکولو لپاره په شلو آسانه تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې په ښه غور او دقت سره یې ولولئ.

۱ ـــ خپلو شاوخوا خلکو ته ارزښت ورکړئ

که ونه شئ کولای چې په رښتیني ډول خپل پام او مینه چا ته څرګنده کړئ، نو په بشپړه توګه نه شئ کولای، هغه ته انګېزه ورکړئ. تل هڅه وکړئ په خپل چال چلند سره، خپلو شاوخوا خلکو ته خپل پام او توجه ښکاره کړئ، کله چې د حالت او وضعیت پوښتنه یې کوئ او خپله مینه ترې نه سپموئ، نو دا ښکاره کوئ، چې درته ارزښت لري.

۲ ـــ تل شور او لېوالتیا ولرئ

لېوالتیا تاسو ته انرژي درکوي او د انرژۍ په لرلو سره، هرڅه شوني دي، په همدې خاطر په هر کار کې بریا ته د رسېدو لپاره، شور او لېوالتیا ته اړتیا لرئ. لېوالتیا په دې اندازه مهمه ده، چې سپارښتنه کېږي، که لېوالتیا نه لرئ، لږ تر لږه د لېوالتیا لرونکو افرادو په څېر چلند وکړئ. هره ورځ له کومو افرادو سره، چې په اړیکه کې یاست، په لېوالتیا سره چلند وکړئ او ډاډه اوسئ، چې د خپلو رښتینو مُسکاوو، مثبتې انرژۍ او پام، څو برابره ځواب به ترلاسه کړئ.

۳ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو اعتماد ترلاسه کړئ

که کوم څوک له تاسو سره یو راز شریکوي، نو باید دا راز له ځان سره وساتئ. اعتماد په ډېرې سختۍ سره ترلاسه کېږي، خو ډېر ژر له لاسه ځي. سپارښتنه کېږي، چې په کار ځای کې ډېر په خبرلوڅۍ او په ټولنیزو رسنیو کې په آوازو پسې مه ګرځئ، چې مثبت او اغېزمن فرد واوسئ، چې نور له هغه سره د خبرو کولو له امله وېره نه لري.

۴ ـــ که خبره مو مثبت نه ده، مه یې بیانوئ

په ډېرې آسانۍ سره کولای شو، په کوم چا نیوکه وکړو، خو آیا واقعاً دا کار سم دی؟ مخکې تر دې، چې کومه خبره یا نیوکه په خوله راوړئ، لومړی په اړه یې ښه فکر وکړئ، کله چې کوم څوک تاسو ته سپکاوی وکړي، د جامو اغوستلو په ډول باندې مو ملنډې ووهي، له ځانه څه غبرګون ښکاره کوئ؟ نیوکه ډېره ښه نه ده، مګر سمه او جوړونکې نیوکه. د هیچا نه خوښېږي، چې نیوکه پرې وشي، نو که ډاډه یاست، چې ستاسو نیوکه سمه، مثبته او جوړونکې نه ده، نو په خوله مه یې راوړئ.

۵ ـــ نورو ته روحیه ورکړئ

د نورو د چال چلند په ستایلو سره، هغوی ته روحیه ورکړئ او د خوښۍ او خوشالۍ سبب یې شئ، که د خپل کوم همکار د خپګان سبب شوي یاست، نو هڅه وکړئ، چې د هغه په ستایلو سره، خوښي او رضایت یې ترلاسه کړئ او انګېزه ورکړئ.

۶ ـــ هېڅکله مه تسلیمېږئ

په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، د اروایي فشار (سټرس) او ورځینو ننګونو په وړاندې تسلیم شئ، خو که غواړئ خپلو شاوخوا خلکو ته انګېزه ورکړئ، نو باید زده کړئ، چې د ژوند د سختیو په وړاندې مقاومت وکړئ. که غواړئ نورو ته دا ښکاره کړئ، چې په مثبت فکرۍ، دوامداره هڅې او نه تسلیمېدو سره کولای شئ، په شرایطو باندې غلبه وکړئ، لومړی باید په خپله د مقاومت، پایښت او درېدنې نښه واوسئ.

۷ ـــ خپل کمزوري ټکي ومنئ

ډېره ښه ده چې د ژوند د سختیو پر وړاندې تسلیم نه شو، خو باید دا حقیقت ومنو، چې هر انسان کمزورتیاوې لري، که هڅه وکړو، چې خپلې کمزورتیاوې ونه منو، نو له خپل انساني یوه اړخ څخه مو انکار کړی دی، نو د دې لپاره، چې نور وکولای شي، له تاسو سره ښه اړیکه ټینګه کړي، باید ومنئ، چې بشپړ، بې عیبه او بې نیمګړتیا فرد نه یاست، هېڅوک نه شي کولای، چې ادعا وکړي، بشپړ دی، نو که وینئ چې کوم څوک دا ادعا لري یا د حقیقت په درک کولو کې ناتوانه دی یا نه شي کولای، چې په سمه توګه دروغ ووایي.

۸ ـــ په فعاله توګه غوږ ونیسئ

ټول کولای شي د نورو خبرې واوري، خو یوازې کم شمېر کولای شي، چې په فعاله توګه غوږ ونیسي او د نورو د خبرو مانا په ښه توګه درک کړي. که کوم څوک د خپلو ستونزو په اړه له تاسو سره غږېږي، نو له هغه سره د سترګو اړیکه ټینګه کړئ او له هغه څخه پوښتنې وکړئ، چې دا ښکاره کړئ، چې خبرو ته یې ارزښت ورکوئ او د ستونزو د حل په لټه کې یې یاست.

۹ ـــ لوړه الوتنه (بلند پروازي) وکړئ

هېڅکله له هغه چا څخه انګېزه نشئ اخیستلای، چې د ژوند ستونزو ته تسلیم شوی. د دې کسانو په ژوند کې هېڅ هیله او انګېزه نشته. که غواړئ د نورو لپاره انګېزه بښونکی و اوسئ، چې هغوی په خپلو هیلو پسې لاړ شي، بلنده پروازه و اوسئ، په خپل سر کې سترې موخې وروزئ او هېڅکله مه تسلیمېږئ.

۱۰ ـــ پرته له دې، چې د کوم چا د خپګان سبب شئ، پرې نیوکه وکړئ

هغه مهال په کوم چا باندې نیوکه وکړئ، چې خپله یې وغواړئ. لکه څنګه مو چې وویل، که نیوکه مو مثبته او جوړونکې نه ده، نو هېڅ یې په خوله مه راوړئ. که پرته له دې، چې کوم څوک له تاسو څخه غواړي، په ځانګړتیاوو باندې یې نیوکه وکړئ، یوازې د خپګان سبب یې ګرځئ، خو که چېرې کوم څوک په خپله وغواړي، چې پرې نیوکه وکړئ، نو مسئله توپیر کوي، په دې صورت کې کولای شئ، په مثبته او جوړونکې توګه خپله نیوکه بیان کړئ.
که کوم چا له تاسو نه د یوې مقالې، وېبلاګ او ورځپاڼې په اړه نظر وغوښت، نو خپل نظر په دې توګه بیان کړئ:
ډېره زیاته مننه، چې زما نظر دې وپوښت او په ما باندې اعتماد لرې. ما مقاله ولوسته او دا مثبت ټکي مې پکې پیدا کړل، خو زما په اند له دې هم ښه کېدلی شوه (له هغې وروسته خپله جوړونکې نیوکه بیان کړئ.)

۱۱ ـــ له ټولو سره یو شان چلند ولرئ

ټول انسانان، جنسیت، نژاد، مذهبي او سیاسي عقایدو ته په نه پام سره، یو شان پیدا شوي دي. دې اختلافاتو ته په نه پام سره، چې د انسانانو د ارزښت ټاکونکي نه دي، له خپلو شاوخوا خلکو سره مینه وکړئ او پر هغوی مهربانه و اوسئ. که غواړئ یو انګېزه بښونکی فرد واوسئ، له خپلو شاوخوا خلکو سره داسې چلند وکړئ، چې د هر انسان وړ وي.
۱۲ ـــ پر خپل ځان باور ولرئ
تل خپلو شاوخوا خلکو ته وګورئ، که خپل دوستان یا آشنایان وینئ، نو په خپل ځان باندې په بشپړ باور پرې سلام واچوئ او ورسره ستړي مه شي وکړئ. په داسې توګه په لاره لاړ شئ او داسې چلند وکړئ، چې مینه او پر خپل ځان باور شاوخوا خلکو ته مو ډالۍ کړئ.

۱۳ ـــ تل آرامه چلند وکړئ

د سپکاوي او نیوکو په وړاندې د افرادو د غبرګون ډول، نورو ته د انګېزه ورکولو لپاره د هغو د وړتیاوو ښکارندویي کوي. کله چې د یو چا د سپکاوي ځواب په سپکاوي سره ورکړئ، نو له هغه سره څه توپیر لرئ؟ هر څومره چې له نورو څخه سپکاوی او نیوکې ترلاسه کوئ، بد او نا عادلانه دي، هڅه وکړئ، چې تل خپله آرامتیا وساتئ، ځکه توند غبرګون ښودل به مو حالت ښه نه کړي او که موخه مو نورو ته انګېزه ورکول وي، نو ډاډه اوسئ، خپلې موخې ته نه رسېږئ، د سپکاوي او نیوکو په وړاندې داسې غبرګون ښکاره کړئ، چې ګواکې څه مو نه دي اورېدلي، چې نور ستاسو آرامتیا وویني او له چلنده مو الهام واخلي.

۱۴ ـــ خپلې الهام بښونکې سرچینې له نورو سره شریکې کړئ

کوم افراد یا کتابونه ستاسو الهام بښونکي وو، چې خپل شخصیت رامنځته کړئ؟ د خپل ژوند په تصمیم نیولو کې مو له کومو الهام بښونکو سرچینو څخه ګټه اخیستې ده؟ څنګه روغ، خوشاله او مثبت فکر لرونکی فرد یاست؟ ټولې هغه سرچینې، چې ستاسو د شخصیت په رامنځته کولو کې یې اغېز لرلی، له نورو سره شریکې کړئ، چې هغوی هم له دې سرچینو څخه ګټه واخلي.

۱۵ ـــ له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړئ چې مرسته یې درسره کړې ده

هر څومره چې هم غوره او فوق‌العاده شخصیت ولرئ، بیا هم دې مقام ته د رسېدو لپاره، د نورو مرستې څخه مو ګټه اخیستې ده. که په لیکوالۍ باندې بوخت یاست، نو د خپل کتاب په یوه برخه کې مو له خپل یوه دوست څخه مننه وکړئ، چې د هغې برخې په لیکلو کې مو له هغه څخه الهام اخیستی دی.
دا ډول یې ولیکئ: ستاسو له هر کلي څخه ډېر خوشاله یم، خو د دې کتاب په لیکلو کې زما دوست، چې….. نومېږي را سره ډېره زیاته مرسته وکړه او د زړه له کومې مننه ترې کوم.

۱۶ ـــ پر خپلې ژمنې وفا وکړئ

که د کوم کار د ترسره کولو لپاره مو خپل دوست یا همکار سره ژمنه کړې وي، خو په هماغه وخت کې کومې مېلمستیا یا کنسرت ته بلل کېږئ، باید پر خپلې ژمنې  وفا وکړئ. که کنسرټ یا مېلمستیا ته تګ هرڅومره مهم هم وي. کله چې زموږ په وړاندې ښه فرصت را څرګندېږي، زړه مو غواړي، چې له خپلې ژمنې څخه وتښتو، خو دا په خپلې ژمنې باندې وفا نه کول، ټول هغه اعتماد، چې د ترلاسه کولو لپاره مو یې ډېر زیات زحمت ایستلی دی، له منځه ځي، نو هوښیارانه فکر وکړئ او پر خپلو ټولو ژمنو وفا وکړئ.

۱۷ ـــ له خپل ځان سره رښتینی و اوسئ

ډېری کسان په بېلابېلو ټولنیزو موقعیتونو کې، له ځانه توپیري شخصیت څرګندوي. د کورنۍ، همکارانو او دوستانو په وړاندې د توپیري شخصیت ښکاره کول، ډېر سخت کار دی او نورو ته د انګېزه ورکولو سبب نه کېږي. آیا تاسو کولای شئ په هغه چا باندې، چې خپل رښتینی شخصیت نه مني او تل نقاب اغوندي، اعتماد وکړئ؟ تل خپل رښتینی ځان ومنئ او هڅه مه کوئ، چې کوم څه له چا نه پټ کړئ.

۱۸ ـــ د نویو افکارو او آیډیاوو په وړاندې، نرمښت او انعطاف ولرئ

هغه کس چې پر هر څه د پوهېدلو ادعا کوي، خپل ځان او نورو ته د دروغ ویلو په حال کې دی. باید په منظمه توګه باورونه مو وننګوئ، له هغو کسانو سره، چې ستاسو په اړه توپیري لیدلوری لري، خبرې وکړئ، چې د هغوی له عقایدو څخه خبر شئ، موخه دا نه ده، چې خپل لیدلوري ته بدلون ورکړئ، که په کومې موضوع باندې باور لرئ، هغه په نویو افکارو او آیډیاوو سره وسنجوئ، ستاسو لوړ نظر نورو ته دا ښکاره کوي، چې دومره پر خپلو عقایدو باور لرئ، چې چمتو یاست وې ننګوئ، د فکر په دې بڼې سره، هغه کسان، چې تاسو ته ورته عقاید نه لري، پر تاسو به اعتماد وکړي.

۱۹ ـــ مغرور مه اوسئ

که په کومه جګړه کې بریالی شوی یاست، نباید پر خپل ځان وویاړئ. د دا ډول جملو په بیانولو سره، لکه «ما وویل» خپل ځان مغرور ښکاره کوئ او د دې سبب ګرځئ، چې نور هېڅکله د مهمو مسایلو په اړه له تاسو سره خبرې ونه کړي.

۲۰ ـــ نور آزاد پرېږدئ

د ډېر زیات نصیحت او د نورو د کنټرولو پرځای، هغوی ته آزادي ورکړئ، چې پخپله د خپلو ستونزو په حل پسې لاړ شي. د هیچا نه خوښېږي، چې د بل چا تر ذره‌بین لاندې وي. که کوم څوک له تاسو نه مرسته غواړي، نو هغه ته د سمې لارې لارښوونه وکړئ، خو اجازه ورکړئ، چې ځینې مسایل نا ویلي پاتې شي، چې فرد وکولای شئ، د خپلو وړتیاوو پرمټ مخته لاړ شي، کله چې کوم څوک وکولای شي، په یوازې توګه خپلې ستونزې حل کړي، دې پایلې ته رسېږي، چې له هغه څه څخه ډېر ځواکمن دی، چې تصور یې کاوه.
آیا تر دې دمه مو هڅه کړې ده، چې خپلو شاوخوا خلکو ته انګېزه ورکړئ؟ آیا کوم چا تاسو ته د کومې ستونزې د حل لپاره انګېزه درکړې ده؟ خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړئ.