لیکنه: حکمت الله ریحان
نړۍ او په نړۍ کې ټول موجودات د ځانګړي طبیعي قوانینو پر بنسټ په حرکت دي. څوک چې له دې قوانینو سرغړونه وکړي، له ستونزو سره مخ کېږي. له بله اړخه که دا قوانین پلي کړي او کار ترې واخلي، نو د نېکمرغۍ او نېکبختۍ سره مخ کېږي، پر مختګ کوي او انسانانو ته آسانتیاوې برابروي.
د بېلګې په ډول د ثقل د کشش قانون که مات کړئ او د لوړځایه پر ښکته دانګ ووهئ څه به درته پېښ شي. خدای دې نه کړي آیا پښه يا لاس به مو مات نه شي؟ خو بل لوري ته له همدې او نورو فیزیکي قوانینو څخه په ګټه پورته کولو سره انسان په الوتکو کې په هوا ګرځي.
په لاندې برخه کې همدا رنګه دوه حیاتي قوانینو ته لنډه کتنه کوو.
د علم او عمل قانون
لومړی اصل یا قانون دا دی چې علم یا پوهه پر عمل ښایسته کېږي. مانا دا چې علم د عمل پرته ګټور نه دی او عمل د علم پرته. علم قوت دی، خو که عمل پرې ونه شي یا و نه کارول شي، خپل قوت او ځواک له لاسه ورکوي.
عمل یا پوهه کارول د هر بري رېښه ده. هغه خلک چې د خپلې پوهې څخه ګټه نه پورته کوي، د هاغه نالوستي کتاب په څېر دي چې دوړې پرې پریوتې وي. پیټر مارشل وایي “کوچني ترسره شوي کارونه او کړنې د محض پلان شوي لوی لوی کارونو او کړنو څخه غوره دي.“ که پوهه مو ډېره یا لږه وي، که وکارول شي، په ژوند به مو خورا لوی او مثبت تاثیرات ولري.
نامتو دانشمند لاووچا وایي: “د زرګونو میلونو سفر له یو ګام سره پیلېږي“ نو کوم څه چې مو زده وي، وه یې کاروئ.
الله تعالی که انسان کمزورې، نیمګړې او ناتوانه پیدا کړې، د قوت او توان اسباب او سرچیني یې هم ورکړي. شعور، پوهه او عمل هغه اسباب یا سرچینې دي چې انسان ته ځانګړې ځواک وربښي. علم د حقایقو، معلوماتو، مهارتونو، اصولو او قوانینو ټولګه ده او موږ کولای شو چې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د علم او پوهې په کارولو سره نامعمولي کارونه ترسره کړو.
که بریا او موخې لاسته راوړل غواړئ اوخپل ځان یا نورو ته ګټه رسول غواړئ، نو هغه حقایق، معلومات، اصول، قوانین، یا مهارتونه چې مو زده کړي وي، ویې کاروئ.
د لامل او اغېز قانون
دویم قانون د لامل او د اغېز قانون دی. مانا دا چې هر لامل اغېز لري او هر اغېز لامل. دا قانون د پښتو په دې متل کې چې وايي “څه چې کرې هغه به ریبې” ډېر په زړهپورې رانغښتل شوې. که یو بزګر خپل پټي کې تخم ونه کري، اوبه ورنه کړي او زیار ونه باسې، آیا هغه به د حاصلاتو ټولولو جوګه شي؟
دا قانون موږ ته د موخو لاسته راوړلو او ستونزو هوارولو ځواک رابښي، ځکه چې دواړه موخې او ستونزې د لاملونو د اغېز په شکل کې راڅرکندېږي. د هرې مثبتې موخې د لاسته راوړلو لپاره باید فعالیتونه په ډاګه او عملي شي.
همدارنګه که یوه ستونزه هوارول غواړو، باید لاملونه یې په ګوته کړو او کار پرې وکړو. د بېلګې په ډول که یو ډاکټر د مرض صحیح معاینه ونه کړای شې، نو آیا د مرض علاج به وکړای شي؟ ځینې وخت داسې هم شوي چې یو مرض خورا خطرناک برېښي. خو کله چې مریض په سمه توګه معاینه شي او د مرض لاملونه یې په ډاګه شي، نو په ډېرو عادي درملو ښه کېږي.
دا اصل او قانون راته ښايي که کار وکړو او زیار وباسو، لاستهراوړنې به ولرو او که کار ونه کړو او زیار ونه باسو، هېڅ به ترلاسه نه کړو. د پوهنتون یو دروند او قدرمند ښوونکي چې به کله هڅولو، نو په تکراري ډول به یې راته ویل چې “هغه څوک چې آرام کوِي، ناآرامي د هغوی برښلیک ګرځي.”
هېڅ یوه پایله پر تصادفي یا ناڅاپي ډول منځته نه راځي. په نړۍ کې چې تاسې څومره پرمختګ ګورئ: که عصري ټیکنالوژي ده، که ښایسته ښارونه دي، که د ځمکې او هوا له لارې د سفر وسیلې دي، که د اړیکو نیولو وسیلې دي او که ښه ژوند دی.
دا هرڅه د لامل او د اغېز د اصل پر بنسټ منځته راغلي. که بریالي خلک مطالعه کړئ، نو پوه به شئ چې دوی تل دا قانون کارولې او ګټه یې ترې اخیستې.
د قرآن کریم د نجم سورت په نهه دېرشم آیت کې راغلي “وان لیس للاانسان الا ما سعی“ مانا دا چې نشته انسان لره، مګر هغه څه چې ده کړي وي. له دې دا مفهوم هم اخیستې شو چې انسان هېڅ لاسته نه شي راوړې، چې زیار ونه باسي او که انسان ښه عمل ونه کړي، نه یې دنیا او نه آخرت ښایسته کېږي.
دا قوانین او اصول مو فکر روښانه کوي او د ژوند لرلید مو بدلوي. په پای کې به دا ووایم چې ژوند د عمل او حرکت نوم دی او نړۍ پر حرکت ښه برېښي.