د نړۍ هوښیار ځناور او حیوانات

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: عایشه حیدري 

د ځینو حیواناتو د ځیرکۍ او هوښیارتیا کچه دومره ډېره ده چې فکر یې نشو کولای. د حیواناتو د هوښ او ځیرکتیا کچې مالومول اسانه کار نه دی. او موږ نشو کولای د نړۍ د ټولو څارويو د هوښ کچه په ډاګه کړو، خو ځینې حیوانات، لکه پیلان، بیزوګانې، پیشوګانې، کارغه، موږکان، ډولفینونه، غواګانې، طوطیان او نهنګان د نړۍ هوښیارو او ځیرکو حیواناتو یوه ښه بېلګه ده ده.
په دې لیکنه کې غواړو د دغو ځناورو د هوښیارتیا او حیرانونکې کړنې او حرکتونه در وپېژنو.

طوطي

طوطي یو ښایسته او په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې الوتونکو او څارو څخه ده، چې ډېره هوښیاره او چالاکه‌ ده. دغه الوتونکی له بېلابېلو توکو څخه د زده‌کړې لپاره ګټه اخلي او د دې ترڅنګ کولای شي د انسانانو ژبه هم زده کړي.
اراو پوهان وایي: “طوطي په خپلو اقتصادي چارو کې داسې پرېکړې کوي چې انسانان ډېر لږ وخت داسې پرېکړې کولای شي او دغه الوتونکی دیادو ځانګړونو په درلودلو سره وکولای شول چې د نړۍ د هوښيارو حیواناتو په لیست کې لومړی ځای خپل کړي‌.

فیل

فیلان د نړۍ د سترو ځناورو له ډلې دي، او د بدن له ستروالي څخه یې څرګنده ده چې د مغزو کچه ‌یې هم ډېره ده.
په منځني ډول د هر فيل د مغزو کچه ۵کیلو ګرامه ده، نو ځکه د هوښیارتیا کچه ‌یې هم لوړه ده. پیل دومره ځيرک ځناور دی چې د خوښۍ، خواشینۍ، ساتېرۍ، خوند اخیستو او ان تر دې چې د ماتم کولو احساس لري او کولای شي ډېر ژر نوي احساسات او کړنې زده ‌کړي.
فیلان د خپل وخت تېرولو او ساتیرۍ لپاره له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخلي او کله کله د نورو څارويو پېښې کوي او در حرکتونو او کړنو تقلید یې هم کوي.

ګوریلا

ګوریلا هم د انسان ته ورته بیزو په څېر یو څاروی دی، چې ډېر چوپ دی، لږ خبرې کوي او ډېره حوصله لري.
خو دا چې ګوریلا خپل ځان پېژني او که نه، لا سمه مالومه نه ‌ده او په دې اړه بېلابېل نظرونه شته. ګوریلا داسې ځناور دی چې د وخت په تېرېدو سره غټېږي او په ډېرو نښو، علامو او ژبو باندې پوهېږي، له‌ همدې کبله ګوریلا د نړۍ د هوښيارو حیواناتو په ډله کې شمېرل کېږي.

پیشو

کورنۍ پیشوګانې د ځانګړو عادتونو له امله د ځیرکو او چالاکه حیواناتو په توګه په ټوله نړۍ کې پیژندل شوې دي. له همدې کبله څارونکي نه شي کولای د پیشو د مغزو او هوښیارتیا کچه وسنجوي. څېړونکو ویلي چې د پیشوګانو هوښیارتیا کچه له سپیو څخه ډېره لوړه ده او یا هم پيشوګانې د سپیو په څېر ځیرکې او چلاکه دي.

ډولفین

ډولفینونه د نړۍ ښایسته او زړه‌راښکونکي حیوانات دي چې د خارق العاده او حیرانونکي هوښ درلودو سره په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي دي.
ډولفینونه د نورو څارويو او حتا د سمندري حیواناتو او انسانانو پېښې کوي، دوی کولای شي خپله څېره په هېنداره کې ووینئ او خپل ځان وپېژني. همدارنګه ډولفینونه بېلابېل احساسونه در کولای شي، ځکه د نړۍ د هوښيارو څارويو په لیست کې یې ځای موندلی.
څېړنو ښودلې چې ډولفینان د مینې او یا مینې ته ورته احساس لري او ځینې یې له انسانانو سره د مینې تارونه هم غځولی شي، د ډولفینونو له ډلې دوه یې په ۱۹۷۰ز کې د مارګریټ هاوي Margaret Howe له لوري تر روزنې لاندې ونیول شول، نوموړې څېړونکې غوښتل چې د ډولفینونو د کورنۍ د مشهور ډول (بوتل ډوله پزې لرونکي bottlenose) دوه ډولفینونو ته انګلیسي ژبه ور زده کړي.
په دې دوران کې دواړو ډولفینونو له یو بل سره د یو ځای اوسېدو، یو ځای خوب کولو، لوبو او يوځای خوراک کولو عادتونه زده کړل، وروسته څېړونکې مارګریټ هاوي Margaret Howe وویل چې ډولفینونه له انسانانو سره د تړاو او اړیکو احساس لري او ان کېدای شي پر انسانانو مین شي.

اورانګوټن

اوړانګوټن د بیزوګانو یوه ډول دی، خو موږ نه شو کولای اورانګوټن له عادي بيزوګانو سره پرتله کړو، ځکه دغه دواړه څاروي يو بل سره ډېر توپیرونه لري.
دا به حیرانونکي وي که پوه شئ چې اورانګوټن ۹۷سلنه انسان ته ورته بیلوژیکي ځانګړنې لري. دغه څاروی دومره انسانانو ته ورته دي چې کله کله د انسانانو په څېر په توبرکلوز او تور زېړي ناروغیو باندې هم اخته کېږي.

غوا

څېړونکو موندلې چې غوا ډېره هوښیاره او د پرمختګ کوونکې څارویو له ډلې یوه ده، دا ځکه چې دغه حیوان کولای شي د خپل شا او خوا ستونزې په خپله هوراې کړي.
غواګانې په حیرانونکي بڼه خپل ملګري او دښمنان پېژني، دوی کولای شي چې ځینې احساسات هم درک کړي او څېړونکو دا هم ویلي چې ځینې غواګانې دومره هوښیاري دي چې د خپل راتلونکي په تړاو اندېښنه کوي.

کارغه

کارغان بېلابېل رنګونه او ډولونه لري، خو دا چې په ټوله کې یوشان جوړښت او بیولوژیکي ځانګړنې نه لري، نو حرکتونه یې یو بل سره ډېر توپیر لري. د کارغانو له ډلې تور کارغان ډېر ځيرک او هوښیار الوتونکي دي. ځینې پوهانو کارغه د الوتونکو د مغزو کڅوړه نوموي، دا ځکه چې څېړونکي په دې عقيده دي چې کارغه د خپلې ځانګړې وړتیا سره کولای شي خپلې ستونزې هوارې کړي.
کارغه ډېر ستونزمن او پيچلي کارونه ترسره کولای شي. د کارغو حیرانونکي ځانګړتياوې او کارونه د دې لامل شوي چې نوم یې د نړۍ په هوښیارو حیواناتو کې ثبت شي.
کارغان د انسانانو څېره پېژندلی او په یاد کې یې ساتلی شي، همدارنګه کارغان خپل خواړه په داسې ځای کې پټوي چې نور الوتونکي یې ونه شي موندلای چې یې وروسته خپله وخوري. د دې تر څنګ که تاسو یوه تږي کارغه ته په داسې یوه لوښي کې اوبه واچوئ چې د کارغه مښوکه نه ور رسېږي، چې اوبه وڅښي، نو کارغه په دغه لوښي کې تیږې ور اچوي چې د اوبو کچه را پورته شي او د اوبو څښاک لپاره یې مښوکه لوښي ته ور ورسېږي.

موږک

موږک د نړۍ ځیرک ژوی دی چې د هوښیارتیا په اړه یې ډېر دلیلونه شته. د موږکانو د مغز برابري دهغو له بدن سره سم، داسې ده، لکه د انسانانو د مغز برابري د هغو له بدن سره.
موږکان شوخ، ځورونکي، کنجکاوه، لوبه کوونکي ژوي دي او کولای شي ډېر ژر مکر، دروغ، فریب او دغو ته ورته کارونه زده کړي. د موږکانو په اړه حیرانونکی ټکی دا دی چې ټول په خپل منځ کې ځانګړي نومونه لري او په همغو نومونو یو بل ته غږونه کوي.

نهنګ

نهنګ وژونکی حیوان دی چې د ډېر لوړ هوښ څخه برخمن دی.
نهنګان د اړیکو ډېر لوړ او پرمختللي مهارتونه لري او د دغو حیواناتو د ژوند تګلاره له يو نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي، له همدې کبله نهنګان د نړۍ د هوښيارو ځناورو په ډله کې ځانته ځانګړی ځای پیدا کړی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.