بادرنګ؛ د بادرنګو حیرانونکې ګټې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري

بادرنګ د کدو له کورنۍ څخه دی له همدې امله د کدو په څېر یخ دی، او دا چې بادرنګ د کال په ټولو موسمونو کې موندل کېږي، نو د انسانانو په غذايي رژیم کې ځانګړی ځای لري.
بادرنګ داسې یو بوټی چې هم د سبو په کورنۍ کې شمېرل کېږي او هم مېوه ګڼل کېږي. ځینې خلک بادرنګ د ميوې په بڼه خوري، خو ځينې خلکو ته بیا بادرنګ د هغو سبو له ډلې دی چې په سلادونو کې یې کاروي او د خلکو او د دسترخوانونو ښکلا ده. بادرنګ ډېرې ګټې لري، او ځينو ناروغیو د مخنیوي، د وزن د کموونکو سبو له ډلې دی.
بادرنګ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کرل کېږي او په افغانستان کې یې هم کښت ښه حاصل ورکوي، په افغانستان کې لغمان او فراه ولایتونو بادرنګ خورا مشهور دي.
په دې لیکنه کې د بادرنګو ۱۰ ګټې درسره شریکوو.
۱ – خام بادرنګ چې پوستکی هم ولري، پوټاشیم، ویټامین K، ویټامینA ، ویټامینC فاسفورس، مګنیزیم، پینټوټيک اسید لري او د‌ سوديم او کلسترول ښه سرچینه ده.
۲ – بادرنګ د ستړیا له منځه وړلو ځانګړنه لري، که تاسو د ستړیا احساس کوئ، کولای شئ د چای او قهوې پر ځای له بادرنګو څخه ګټه واخلئ، بادرنګ به مو ټوله ستړیا له منځه یوسي.
۳ – بادرنګ د پوستکي د نرمښت لامل ګرځي، که تاسو غواړئ چې پاک او نرم پوستکی ولرئ، نو له بادرنگو ګټه واخلئ. لومړۍ بادرنګ ټوټه کړئ او بیا یې پر مخ و موښئ. په بادرنګ کې شته کیمیاوي مواد ستاسو د مخ له پوستکي سره یوځای کېږي او مخ مو نرم او ښایسته کوي. دا کا پردې سربېره، چې د مخ پوستکی مو پاک، نرم او ښایسته کوي، د مخ وچوالی او ګونځې هم له منځه وړي.
۴ – که سردرد یاست، نو د بادرنګو په بې زیانه درملو د سر درد مخنیوی وکړئ.
۵ – د شپې له خوا د بادرنګو خوړل د دې لامل ګرځي چې سهار ډېر په هوسا له خوبه راپاڅېږئ او د ارامتیا احساس ولرئ. همدارنګه د هیجان د کمولو لپاره هم بادرنگ ګټور دی. د هوساینې او ارامتیا ترلاسه کولو لپاره او د هیجان له منځه وړلو لپاره لومړی اوبه جوش کړئ او بادرنګ پکې واچوئ د بادرنګ کیمیاوي مواد، د دې لامل ګرځي چې آرامتیا او هوساینه در په برخه کړي.
۶ – بادرنګ د الکترولیت ويټامين B او قند په لرلو سره د وجود تعادل برابر ساتي.
۷ – بادرنګ د هغو غذاګانو له ډلې دی چې صفر کالوري لري، که غواړئ چې د لوږې احساس مو لرې کړئ او داسې کالوري ترلاسه کړئ چې د چاغښت مخه ونیسئ، نو له بادرنګو ګټه واخلئ.
۸ – بادرنګ ستاسو بوټونو ته ځلا ورکوي او تاسو کولای شئ د بادرنګو یوه ټوټه واخلئ او په خپلو بوټونو یې وموښئ بوټونه به مو ډېره ښه ځلا پیدا کړي او د نوو بوټونو په څېر به ځلېږي.
۹ – بادرنګ دخولې بدبوی له منځه وړي. د خولې بدبوی لپاره یو ټوټه بادرنګ واخلئ او په خپلې ژبې برسېره یې کېږدئ، په بادرنګو کې موجوده فوتو شیمیایي مواد د خولې بدبوی له منځه وړي.
۱۰ – د بادرنګ ځینې نه پاکېدونکي رنګونه پاکوي، د بېلګې په ډول د قلم د رنګ له منځه وړل دي او د بادرنګو يوې ټوټې سره کولای شئ د قلم د رنګ لکې او داغونه له منځه یوسئ.
همدارنګه بادرنګ د فلزي وسایلو، لکه توره او د حمام د لوازمو پاکولو لپاره ډېر ګټور دی. که د بادرنګو یوه ټوټه په دغو وسایلو وموښول شي هر ډول لکې یې له منځه وړلای او ځانګړې ځلا ورکولای شي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.