لاس کې فرصت او برابریدونکی بستر؛ کابل ته د طالب پلاوي راتګ او مذاکراتو ته نیږدوالی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: غازي عابد

د افغانستان د حکومت او طالب وسله والې ډلې ترمنځ د بین الافغاني خبرو لپاره له وړاندې ایښودل شوي شرطونه ورو ورو پلي کیږي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافقنامې په لاسلیک کې پر بهرنیو ځواکونو د نه برید او ۶ زره بندیانو خوشې کولو اړوند هوکړه شوې وه.
وروسته افغان حکومت په یوځل او ناڅاپه ډول د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول نامناسب یاد کړل او په مقابل کې یې پر اورکم یا اوربند ټینګیدو غوښتنه وکړه.
خو له بدمرغه هغسې ونه شول، سخت بریدونه وشول، افغانان ووژل شول او له ډیرو لوړو ژورو وروسته د کوچني اختر رارسیدل، ښکاري چې د افغان ملت لپاره اوس ښه تمام شول.
طالب وسله والو د کوچني ختر درې ورځې اوربند اعلان کړ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې تود هرکلی وکړ، ورپسې افغان حکومت اوربند اعلان او د ۲۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو اعلان یې وکړ. په مقابل کې یې طالب ډلې د حکومت ددې اقدام هرکلی وکړ.
اوس تازه نن سهار افغان حکومت اعلان وکړ چې یو طالب پلاوی کابل ته راغلی چې د بندیانو په خوشې کولو کې تخنیکي مرسته وکړي. ورسره همهاله ساعت وړاندې طالبانو هم تائید کړه چې یو پلاوی یې کابل کې دی او هلته د بندیانو د خوشې کولو تخنیکي چارې پرمخ وړي.

په لاس کې فرصت او برابریدونکی بستر

د حکومت او طالبانو ترمنځ دا ډول حالت بې ساری لیدل کیږي، ځکه له دې وړاندې به حتماً له یوه لوري ستونزې راپیدا کیدې، ترڅنګ به یې شدیده جګړه هم روانه وه او هره دقیقه به یې د جګړې تبلیغ کوونکي د میدان سربیره سره ان پر ټولنیزو رسنیو هم اخته ول.
اوس فضا بدله شوې ښکاري او ددې بدلون یو لوی لامل دا دی چې ویل کیږي وسله والو طالبانو او حکومت نااعلان شوی اوربند روان کړی دی، هغه اوربند چې ویل کیدل د یوې اونۍ لپاره له دواړو خواوو غوښتنه شوې ده.
همدا نن او پرون هم افغانستان کې امن دی، ځکه د ډیر وړو او کمو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي، خو افغان حکومت او طالب تبلیغاتي سرچینو په اړه ډیر څه نه دي ویلي.
له دې حالت معلومیږي چې د بین لاافغاني خبرو لپاره چټک ګامونه اخیستل کیږي او د جګړې پر اساسي ختم او دایمي اوربند باندې خبرو ته وخت نیږدې کیږي.

وړمه ورځ افغان حکومت په یو ځل ۹۰۰ طالب بندیان خوشې کړل

اوسنی فرصت نه باید حکومت او نه هم طالب وسله وال ضایع کړي او دا ضایع به هغه وخت خدای مه کړه کیږي چې طالب وسله وال بیا جګړه شروع کړي، ځکه حکومت په څو ځل ویلي چې که مقابل طرف اوربند کوي، دوی هر وخت چمتو دي چې خپل اوربند ته دوام ورکړي.
اوس نو حد اقل دا قوت او خپلواکي باید دومره ښکاره شي چې جګړه ونه شي، جګړه مار کنټرول شي او دا فرصت ضایع نه کړي.
اوس فرصت ځکه برابر دی چې د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنۍ اداره هم اړتیا لري چې باید لنډ وخت کې په بهرنۍ نړۍ کې یوه مهمه لاسته راوړنه ولري، په دې مانا چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته شا او خوا نیم کال پاتې دی چې باید ترسره شي او ښاغلی ټرمپ هم دویم ځل چانس لري چې ټاکنې وګټي، نو که دغسې مهال په افغانستان بین الافغان مذاکرات هم بریالي کیږي، نو دا به د ټرمپ ادارې لپاره لویه لاسته راوړنه وي.
خپل ملت ته به وايي چې د امریکا یوه اوږده جګړه یې داسې ختمه کړه چې څه موږ غوښتل هغسې وشول چې د تروریزم پر ضد ژمنه اخیستل او د امریکا ضد ډلې (القاعده) پر خلاف له طالبانو تعهد واخیستل شو. ټرمپ به ووايي چې له برکته یې په دې سره د امریکايي ځواکونو وتلو یا کمولو ته زمینه برابره کړه، لګښت یې کم کړ او د نړۍ یوه کونج کې خلک سره یې جوړ کړل، چې دا ټول په خپل ذات کې عامو امریکایانو ته مهم دي، ځکه حتماً به عام امریکایان هم پر دې ګنګس وي چې افغانستان کې یې جګړه څنګه روانه ده، لګښتونه یې ولې کیږي، بری کله ورکول کیږي او دوی افغانانو او نړۍ سره کړې ژمنې څنګه کړې؟ نو چې افغانستان کې د سولې تړون کیږي او یوه ډله او حاکم دولت سره جوړیږي، دا واقعاً د امریکایانو پوښتنو ته ځواب وايي او کله چې یې دا پوښتنې داسې مثبتې ځواب شي، رایه بیا هم د ټرمپ ده.
خو خیر دا د امریکا داخلي سیاسي سیالانو او بریا پورې تړلې خبره ده چې د افغانستان ملت لپاره یو فرصت کیدای شي.
اصل کې مهمه خبره دا ده چې اوس دواړه خواوې له دې فرصته ګټه واخلي، دا ګټه اخیستل به همداسې ښه وي چې پروسې سمې پرمخ بوځي او وینه تویول بس کړي.
اوس مهال که هر لوری د جګړې کوښښ وکړي نو افغان ملت او نړۍ ورته دوه سترګې نیولي، دا به ملت او هغو هیوادونو ته ډیر ملامت شي چې د افغانستان سوله غواړي یا یې سوله کې ګټه ده. ځکه اوس یو ازمایښتي پړاو دی، داسې پړاو چې افغانستان او دا سیمه د تروریزم په نوم یوه ډوب شوي ډنډ ځنې ځان وباسي او ګواښونه رفع کیږي.
نو پر همدې اساس، هیله ده حکومت او بیا په خاص ډول طالب وسله وال له داسې اقداماتو تیر شي چې د افغان انسان وبهیږي، جګړه ونه وکړي، مذاکراتو مخنیوی ونه وکړي او بلاخره دا پروسه بیا خرابه نه شي، که خدای روان حالت همداسې روان وساتل لکه اوس چې دي، نو ډاډه یوو چې بین الافغاني مذاکرات به ژر پیل او له بریاوو سره مل وي.
په افغانستان کې د ناروا وینې بهیدنې د ودریدنې په هیله !