دا خواړه ونه (قد) لوړوي

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عایشه حیدري

لوړ قد د ښایسته او ښه اندام نښه ده، لوړ قد لرونکي خلک له روغتیايي پلوه پیاوړي او قوي وي، او له ښه روغتیايي او ذهنی ځواک څخه برخمن وي. ځينو ښودلې چې لوړ قد لرونکي ښځې او نارینه تر ټيټ قد لرونکو ډېر جذاب او زړه‌راښکوونکي دي.
د امریکې د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر ابرام لینکن لوړه ونه درلوده او د متحده ایالتونو له پیاوړو او بریالیو ولسمشرانو څخه و او د یوې بلې جالبې څېړنې پر بنسټ لوړ قد لرونکي نوماندان د ټيټ قد لرونکو په پرتله په ټاکنو کې ډېرې رایې ګټي، خو دا په دې مانا نه ده چې ټيټې ونې لرونکي انسانان دې نابریالي او له روغتیايي پلوه تل له ستونزو سره مخ وي، ځکه ټول انسانان د ژوند له لومړیو لوړه ونه نه لري.
ژنتیکي لاملونه د ماشوم په قد کې نېغ په نیغه اغېز لري. د هغو ماشومانو میندې او پلرونه چې لوړ قد‌ لري تر ډېره بریده د ماشوم قد هم لوړ وي، خو بیا د ځینو ماشومانو مور او پلار چې لنډ قد لري او یا‌ هم يوازې مور او یا پلار یې ټیټ قد لري د دې امکان شته چې ماشومان یې هم لنډه ونه ولري.
د طبابت په ننني پرمختګ سره اوس داسې درمل بازار ته وړاندې شوي دي چې د لنډ قد لرونکو د قد په لوړولو کې تر یوه حده مرسته کوي، خو له تاسو سره به دا پوښتنه وي چې خواړه د انسان په قد یا ونه اغېزه لري او که نه؟ ځواب «هو» دی او د یاران په دې لیکنه کې به تاسو ته هغه خواړه در وپېژنو چې د قد لوړوالي ته ډېره ګټه لري. وړ او پر وخت خواړه د قد لوړوالي کې ډېر مثبت اغېزه لري او د انسان بدن د ښه قد او وزن لرلو لپاره ویټامینونو، معدني او مغذي موادو ته اړتیا لري.
د هر انسان په خوړو کې باید په کافي کچه کلسیم، فسفر او منیزیوم شته وي. د دې ترڅنګ اړینه ده چې په خوړو کې د غوړو کچه کمه وي، ځکه چې د غوړو خوړو هضم ډېر ستونزمن دي او د نورو موادو د جذب څخه مخنیوی کوي. د پروتین، کاربو هایدرایت، اسید او کلسیم د لاسته راوړو لپاره لاندینیو خوړو ته پام وکړئ او په خپلو خوړو کې ورڅخه ډېره ګټه واخلئ چې د لوړ قد لرلو هیلې ته و رسېږئ:
۱ – ګازرې،
۲ – د هګې زېړی،
۳ – د پسه غوښه،
۴ – کب،
۵ – لړمون،
۶ – شنه او تازه سابه،
۷ – د ځمکې مڼه،
۸ – ماغزه لکه د بادامو ماغزه،
۹ – د چرګ غوښه،
۱۰ – لوبیا او نخود،
۱۱ – مېوې لکه مڼه او کیله،
۱۲ – شيدې او داسې نور لبنیات،
۱۳ – سویابین د پورته یادو شوو مېوو او خوړو ترڅنګ کولای شئ د لمر د وړانګو او خوب پر مټ هم خپل قد لوړ کړئ. لمر واخلئ د لمر وړانګې د ډي D ویټامین ښه سرچینه ده او ویټامین ډي د قد په لوړ والي کې ډېره ونډه لري، ځکه چې ويټامين ډي D هډکو لویوالي لپاره ډېره ګته لري او د هډوکو لویوالی د قد لوړېدا لامل ګرځي.
که تاسو نېغ په نېغه د لمر وړانګې تر لاسه کړئ ستاسو پوستکی به ویټامین ډي خوندي کړي او قد په مو ښه وده وکړي. د ویټامین ډي د زېرمه کولو لپاره تر ټولو ښه وختونه سهار وختي او د لمر لوېدو وختونه دي، ځکه په دغو وختونو کې لمر ستاسو پوستکي ته هېڅ ډول زیان نه رسوي.
خوب وکړئ دا يوه ښکاره خبره ده چې په پوره توګه خوب د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. څېړنو ښودلې چې بویه يو نوی ځوان باید په څلورویشت ساعتونو کې اته ساعته خوب وکړي. په معیاري ډول د خوب لپاره ټاکل شوی وخت ۱۱ساعتونه دي.
ټاکل شوی او د اړتیا وړ خوب د قد په لوړ والي کې ډېره اغېزه لري، ځکه چې بدن د خوب په وخت کې ښه رشد کوي او کله چې انسان ویده وي د رشد هورمونونه (HGH) خپل فعاليت پیلوي او ډېره ترشح کوي. له همدې کبله لږ خوب د (HGH) هورمون ترشح کموي او د بدن رشد د درېدو لامل ګرځي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.