د نشه یي توکو رانیولو په خاطر یوه فوټبالر خپل د سرو زرو مډال پلورلی!

رنګین تجريدي ډیزاین

یو فوټبالر چي په نشه یي توکو روږد وو، د نشه یي توکو د پیداکولو او رانیولو په موخه یې خپل د سرو زرو مډال پلورلی.
د برازیل هیواد د سائوپائولو کلب پخواني دفاعي لوبغاړي فلاویو دونیزته ویلي، چي د فوټبال په دوران کي یې حتا د نشه یي توکو(کوکائین) د رانیولو په موخه یې خپل د سرو زرو ګټلی مډال پلورلی.
دونیزته ویلي هغه کلونه کلونه د فوټبال ترڅنګ په نشه یي توکو روږد وو او حتا د نشه يي توکو د پیداکولو په موخه یې خپل ارزښتناکه د سرو زرو مډال لا پلورلی.
هغه په دې اړه له برازیلي رسنۍ ګلوبواسپورته سره په خبرو کي وویل:

«د نړۍ د کلبونو جام د سرو زرو مډال مي خرڅ کړ تر څو نشه یي توکي د ځان لپاره رانیسم. ما هغه ارزښتناکه مډال په ۳۵۰۰ ډالره خرڅ کړ. ټولي پيسي مي د نشه یي توکو پر استعمال او رانیولو وکارولې. هر څومره پيسې، چي به لاس ته راتلې همدا ډول به مي بربادولې. په کوکائینو، چي د نشه یي توکو یو ډول استعمال دئ، سخت معتاده وم.»

د دې نشه یې لوبغاړي لوبډلي سائوپائولو په ۲۰۰۵م کال کي د برازیل په کورنیو سیالیو کي تر اتلولۍ وروسته د کلبونو ترمنځ نړیوال جام ته لاره وموندله، چي د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول سره د سیالي ډګر ته کښته شوه.
په هغې لوبه کي سائوپائولو لوبډلي لیورپول کلب ته ماته ورکړه او د نړۍ د کلبونو جام اتلولي یې خپله کړه.
په هغه اتلولۍ کي د فیفا له لوري د سائوپائولو لوبډلي ټولو لوبغاړو ته د سرو زرو مډالونه ورکړل شوه، چي یو هم فلاویو دونیزته وو.
وروسته فلاویو دونیزته خپل دا ارزښتناکه مډال د نشه یي توکو د رانیولو په موخه خرڅ کړی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.