سږکال د بريتانيا مسلمانان اختر په متفاوت ډول لمانځي!

رنګین تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
په بريتانيا کې مسلمانانو د اختر په شپو ورځو کې د پر کور پاته کيدلو ږغ کړی.
په انګلستان کې هم له د اسلامي هيوادونو په څير د اختر په مناسبت د مسلمانانو ترمنځ د اختر لمونځ،مبارکۍ او راسه درسه ترسره کيږي خو دا کال به يو څه متفاوت وي.
د کرونا ويروس په خاطر د ټولنو مشرانو خلک تشويقوي ترڅو په اختر کې د خلکو کورونو ته ولاړ نسي او بيله کوم ضرورته له کورونو ونه وزي.

په لويديځ ميډلينډز کې د ډوډلي مرکزي جومات منشي شهاز سليم ګارډين ته ويلي چې دا ځل به د اختر لمونځ د واټساپ ګروپ له لاري ترسره سي.
سليم وايي:” خلکو ته زموږ يوازنۍ لارښوونه دا ده چې په کور کې پاته سو،خو دا د کريسمس په څير دی او دا زموږ لپاره يوه بهانه ده چې سره يوځای سو ،موږ مشران خپلوان لرو چې بايد د هغوی مبارکۍ او احترام ته ورسو ،خو نغواړو هغوی ته خطر پيښ کړو نو ځکه نه ورځو او دا په رښتيا سره د تأسف وړ او ناراحت کوونکې ده، په روژې کې دا جومات د لمونځونو کوربه وو ،او د اختر لمانځل هم د نورو څخه ليري ښه کار دی خو په مياشتو مياشتو د خپلو خپلوانو نه ليدل زموږ لپاره ازموينه ده”.

په ډوډلي کې د اسلامي ټولني لسګونه کسان د کرونا ويروس له کبله مړه سوي، دوی پر يو ديوال بينر ځړولی او د روغتيايي کارکوونکو د هڅو څخه يې مننه هم کړې.
قاري عاصم چې په مکې مکرمې کې يو لوړ پوړی امام دی وايي:”زه به د کوچني اختر په سهار انلاين خطبې وړاندي کړم،په فيسبوک کې به مسلمانانو ته نيکي هيلي او د اختر مبارکۍ وليږم او هغه کيکونه چې مي په خپل کور کې پاخه کړي د نورو مسلمانانو سره شريک کړم،حالات د تعجب وړ دې خو مسلمانان بله چاره نلري،په ټولنه کې د خواشنۍ او مايوسۍ حالت روان دی ځکه مخکې به په اخترونو کې ټول مسجدونه د خلکو ډک وه”.
د نايټينګهم د اسلامي مرکز په شمول د اکثرو مسجدونو ملا امامانو د فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو له لاري خلکو ته لارښووني کړي چې څنکه په خپل کور کې اختر ولمانځي ، او په ځينو ساحو کې بيا د هغو کورنيو ماشومانو ته چې کورنۍ يې د اقتصادي ستونزو سره مخ دي د ډاليو کڅوړي ورکول سوي.

د انګلستان لوی طبي افسر پروفيسور کريس ويټور د پنجشنبې په ورځ په يو مطبوعاتي کنفرانس کې پر مسلمانانو ږغ وکړ چې خپل جشنونو دې د فزيکي واټن په ساتلو سره ولمانځي.
د انګلستان د مسلمانانو شورا د ټولو مسلمانانو لپاره يو لارښود خپور کړی او غوښتنه يې کړې چې د روژې په څير اختر هم د خپلوانو او کورنۍ سره تير کړئ.
د ۲۰۱۱ز د سروې له مخې په لويه بريتانيه کې ۲۵۱۶۰۰۰ مسلمانان اوسيږي چې د ټول نفوس %۴،۴ برخه جوړوي.