د سولې په پروسه کې د ځوانانو رول

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ليکنه: کامران ستانکزى

په تاريخونو کې ذکر شوى، له کومې خاورې چې آدم جوړېده په هغې خاوره پوره څلوېښت ورځې د غم او يوازې يو ساعت د خوشحالۍ باران وورېده؛ سوله خوشحالي او جګړه يوه غميزه ده چې ټولنه د تباهۍ اوج ته رسوي. مخکې له دې چې د سولې په پروسه کې د ځوانانو د رول په هکله فکر په کار واچو او ليک وکاږو، اړينه ده چې سوله په جامع، مستند او مکمل ډول وپېژنو.
سوله يوه عربي کلمه ده چې د جوړولو، اصلاح کولو، بيارغولو، ګټه رسولو، ودانولو، نوي کولو او جبرانولو معناوې لري. اسلامي فقهي عالمان سوله په دې ډول تعريفوي:
سوله هغه تړون دى چې د دوو لوريو ترمنځ شخړه او تاوتريخوالى پاى ته رسوي.
يونسکو يا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي څانګه بيا د سولې لپاره دا لنډ تعريف غوره بولي او وايي: “سوله د ټولو انساني حقوقو خونديتوب دى.
مشهوره امريکايۍ ليکواله هيلن کيلر(Hellen Keller)  د سولې په اړه داسې نظر لري: “سوله د شايستګۍ قېمت لري چې په لوړه کچه زموږ توجه جلبوي.
د اکسفورډ پوهنتون استاد او د اپلاتون کتاب ژباړن بنجامين جوت( Benjamin Jevett)  بيا سولې ته خوشبيني ښيي او په باره کې يې خپل فکر داسې څرګندوي: “د سولې ورځ په ورځ پراخوالى د بشر راتلونکى شايد سعادت او نېکبختۍ ته ورسوي. د دې ټولو معناوو، تعريفونو او نظرونو څخه دا جامع او ټوليز تعريف را باسو او سوله په دې ډول تعريفو:
سوله د ستر ذات هغه نعمت او د ژوند نېکمرغي ده چې په استوګنو او وچو کې ورته انسانان، په ځنګلونو کې ورته حيوانات، په هوا کې ورته مرغان، په سيندونو کې ورته کبان او په مجموع کې د ځمکې پر مخ هر ژوندى موجود او ساه‌کښ اړتيا لري.
د سولې له پېژندلو وروسته د سولې په راتګ کې سوله‌جوړونه(Peace Building)  يوه اړينه موضوع ده چې په دې ډول يې پېژنو: “هغه کړنلارې او پروګرامونه چې د شخړو د ريښو موندلو او د تربګنو د زړهبدوالي د له منځه وړلو اوږدمهاله ټيکاو رامنځته کوي سولهجوړونه بلل کېږي.
سوله جوړونه په لنډو کې داسې تعريفو:
د هغو مثبتو فعاليتونو ترسره کول چې پايله يې د جګړې پاى او د سولې ټينګول وي سوله جوړونه بلل کېږي.
جګړه بيا د سولې ضد او خلاف ده، ګاستون بوتول(Gaston Bouthoul)  جګړه وسله‌واله او خونړۍ مبارزه بولي چې د منظمو ډلو او ګروپونو ترمنځ ترسره کېږي. د سولې ضد جګړې د پېژندنې لپاره نړيوال حقوق داسې وايي: “جګړه پر يو بل د نظرياتو او موخو منلو لپاره د دوو يا څو هېوادونو ترمنځ د جګړه‌ييزو ټولو وسايلو پر مټ ترسره کېږي.
له دې ورېخوا په پښتو ادب کې هم دې برخې ته ډېر کار شوى دى او ډېرى شاعرانو د ادب په ژبه سوله تعريف کړې، تشريح کړې، ګټې يې واضح کړي، غوښتنه يې کړې او د جګړې بدۍ يې بيان کړې دي. دلته د دروند شاعر خالد حيدري دا دوه بيتونه د سولې په اړه ستاسو مخ ته ږدم:
سوله اصل د ژوندون ده سوله ناوې د سمون ده
سوله زېرمه د سکون ده سوله ټوله آبادي ده
چې ملت پکې ارام وي سوله هغه نېکمرغي ده
چې انسان ته خداى ورکړې سوله هغه ازادي ده
د هرې ټولنې په جوړښت او پرمختګ کې د ځوان قشر رول اړين او د پام وړ دى، ځکه په تاريخونو کې ځوانان د هېوادونو د پرمختګ انقلابيان ياد شوي دي، د همدې خبرې په پيوند وايو چې ځوانان د يوې ټولنې او هېواد هغه قوي ترين او له انرژۍ ډک ځواک دى چې د ټولنې د ملا تير او د هېواد د پرمختګ د کونجي حيثيت لري.
ځوانان د خپلې لېوالتيا او جراات له مخې هر دروند مسووليت او کار ته اوږه ورکولى او هېواد د بيارغونې، اقتصادي پياوړتيا، اغېزمنو بدلونونو او په مجموع کې د پراختيا لور ته رهي کولى شي.
ځوانان له خپلې انرژۍ څخه د کار اخيستلو په وسيله د سولې په راوستو کې خورا اهم فکټور دى او بايد په دې لار کې ځوانان خپلې هڅې ونه سپموي، ځکه دا ځوانان دي چې ټولنه او هېواد د نېکبختۍ او بدبختۍ خواته بيايي.
د باثباته او سوله‌ييزې سيمې لپاره د سولې په پروسه کې د ځوانو افغانانو فعال ګډون او اشتراک خورا ډېر اړين دى، نو ځکه بايد ځوانان خپله چوپتيا ماته، ګونګوالى محوه او د سولې د راتګ او تامين لپاره غږ پورته کړي، ځکه چې د ټولنې ټولو طبقو افرادو په تېره بيا ځوانانو په جګړو کې زيان ليدلى، ژوند يې بايللى، د تورو لمبو او د خونړيو جنګونو او چاودنو ښکار ګرځېدلي دي.
افغانان نور له ويجاړونکې او خونړۍ جګړې ستړي شوي او چې په هر قېمت وي د سولې د راتلو لپاره تيار دي، نو د سولې په هر ډول بهير او پروسه کې بايد ځوانان شامل وي په همدې اړه د امنيت شورا *2282( 2016م) کال ګڼه پرېکړه ليک تائيدوي چې د شخړو په مخنيوي او حل کې د ځوانانو اهميت ډېر واضح او شتون يې ډېر اړين دى.
خوشبختانه! بايد يادونه وکړو چې افغانستان د نړۍ تر ټولو لوى ځوان نفوس لرونکى هېواد دى او د اټکل له مخې د هېواد د نفوسو دېرش سلنه هغه ځوانان تشکيلوي چې عمرونه يې د 15-30 کلونو ترمنځ دي په داسې حال کې چې د لويديځې نړۍ زياتره هېوادونه د ځوانانو له خورا ډېر کمښت سره مخ دي.
بايد يادونه وکړو چې د سولې په موضوعاتو کې د ځوانانو ونډه ضروري او اړينه ده. حکومت او نړيوال بنسټونه بايد د سولې په پروسه کې ځوانانو ته وخت ور او حمايت يې وکړي چې د ځوان له ځوانې انرژۍ څخه په ګټه اخيستنې د يوې باعزته سولې، باثباته او سوله‌ييز افغانستان څښتنان شو.
که چېرې ځوانان د خپل قوت او انرژۍ څخه اغېزمنه او سالمه استفاده ونه کړي، نو ځوانان به د مايوسۍ او بې کارۍ له وجې په نشو، وژنو، غلاو او نورو ناوړه کارونو او جنايتونو لاس پورې او پرې به اخته شي.
زموږ په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره د ځوانانو د سولې کاروان لومړى ځل په ۱۳۹۷ هـ ش کې له هلمنده د سولې شعار له ځان سره واخيست او په څلوېښتو ورځو کې يې ځان کابل ته ورساوه.

د سولې په راوستو کې د ځوانانو دندې

۱ – ځوانان بايد له خپلې انرژۍ څخه په ګټې اخيستنې په ټولنه کې سوله او پخلاينه خپره کړي.
۲ – ځوانان بايد خپل همزولي د جګړو له کرښو را وباسي او د عادي حالات را وستلو لپاره دې ورته توصيه وکړي.
۳ – ځوانان بايد د سولې ګټې او د جګړې زيانونه بيان کړي، عامه‌پوهاوى وکړي او په ټولنه کې سوله‌ييز فکر خپور کړي.
۴ – ځوانان بايد د شته جګړې په اړه ولس ته معلومات ور او ذکر وکړي چې دا هر څه پردي پلانونه او برنامې دي چې د ولسونو ترمنځ د دښمنۍ لامل کرځي/ ګرځېدلي.
۵ – ځوانان بايد له علمي ځايونو په ګټې اخيستنې د سوله‌ييز فکر او عمل خپرولو طرحې جوړې او عملاً يې په کار واچوي.
د سولې په پروسه او راوستو کې د ځوانانو د رول په اړه د پښتو ادب په شفاهي ژانر؛ لنډيو کې هم يادونه او ذکر شوى چې ځينې يې د نمونې په توګه دلته راوړو:
ځوانان ګلان سوله رحمت دى
په ګلو باغ دې خداى باران ووروينه
ځوانان مې سولې ته خوشحال دي
وايي کوژدې ودونه سولې کې کوينه
ځوانان د سولې طرفدار دي
خداى دې د سولې طرفدار آباد لرينه
په پوره مينه او هيله مندۍ ليکم/ وايم چې خداى دې سوله راولي ترڅو په هېواد کې د وژنو او وحشت ټغر ټول او د سولې، مينې او ترحم څادر خور شي، د ستر ملنګ جان په دې بيت ليکنې ته خاتمه خو سوله‌ييزې مبارزې ته ادامه او سولې ته ښه راغلاست وايم چې:
د محبوب وطن په غېږ کې ارام پروت يم
لکه طفل چې ويده د مور په غېږ وي.
د يوه سوکاله، پرامنه او پرمختللي افغانستان په هيله!

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.