په جنوبي کوريا کې بيرته ښوونځۍ پرانيستل سوې!

سپینه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د جنوبي کوريا زده کوونکي د يو لړ اصولو مراعتولو سره بيرته ښوونځيو ته ځي.
که څه په نړۍ کې د کرونا ويروس وبا خپره ده خو په ځينو ولايتونو کې قرنطينونه له منځه ځي او ژوند بيرته عادي حالت ته ځي.
په سويلي کوريا کې حکومت بيرته هغو ښوونځيو ته اجازه ورکړه چې مخکي تړل سوي وې که څه هم اوس هلته حالت تر ډيره عادي ندی.
د ښوونځيو د فعاليدو سره سم د سيول په سيمه کې نن دوه ماشومان پدې خاطر بيرته خپلو کورونو ته استول سوي چې د کرونا ويروس شک ورباندي کيدی.
د سويلي افريقا د روغتيا وزارت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس د ۳۲ مثبتو پيښو خبر ورکړی پداسي حال کې چې مخکي به په اونۍ کې تر ۳۰ اضافه مثبتي پيښي نه ثبتيدې.
کله چې ښوونځيو ته زده کوونکي داخليږي تر هغه وړاندي يې د حرارت درجه کتل کيږي او لاسونه يې په مکروب ضد مايع پريول کيږي.
ښوونکي او زده کوونکي اړ دي چې ماسک استعمال کړي او په ځينو ښوونځيو کې د پوهني وزارت له خوا پر ميزونو پلاستيکي برخي هم نصب سوي.

کم عمره زده کوونکي د جون په اتمه نيټه کولای سي ښوونځيو ته ولاړسي پداسي حال کې چې په جنوبي کوريا کې نوی تعليمي نصاب په مارچ مياشت کې پيليدی خو د کرونا ويروس له کبله وځنډول سو،چې تر هغې وروسته په ياد هيواد کې ۵،۴ ميليونه زدکوونکو انلاين زده کړي پيل کړې.
په جنوبي کوريا کې تر ۱۱۰۰۰ ډيري د کرونا ويروس مثبتي پيښي ثبت سوي چې له امله يې ۲۶۳ کسان مړه سويدي.