کرونا؛ افغانستان په دوو ورځو کي تر ۹۰۰ ډېري مثبتي پېښي لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۷ زره ډېري سوې او ۷۶۵۳ ته ورسېدې.
د نن مثبتي پېښي تر بلي هري ورځي ډېري ۵۸۱ دي او تېره ورځ هم تر ۴۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي وې.
همداراز نن په ټول هیواد کي له ویروسه ۴۹ تنه روغ سوي او ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
پکتیا له کابل وروسته په تازه پېښو کي تر ټولو ډېري ۱۳۴ مثبتي پېښي لري او کابل بیا ۱۶۵ مثبتي پېښي لري.
د نن پاتي پېښي په ۹ نورو ولایتونو کي ثبت سوي دي.
اوس مهال په ټول هیواد کي له ویروسه د روغ سوو کسانو شمېر ۸۵۰ ته ورسېد او ۱۷۸ تنه بیا ځیني مړه سوي دي.
همداراز د عامي روغتیا وزارت وايي چي د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له کرونا ویروس څخه روغ سو.

د کرونا ویروس مثبتي پېښي په ټول هیواد کي ثبت سوي دي.
په افغانستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي په پراخېدو دي او تازه په تېرو دوو ورځو کي د هیواد په لویو ښارونو کي بندیزونه هم ختم سوي دي.
د عامي روغتیا وزارت اندېښه ښيي، که خلګ احتیاط ونه کړي، نو په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر به ډېر لوړ سي.