ماشوم ته تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ ژغوري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: محمدصادق کریمزی
امریکايې څيړونکو له یوې تازه دیرش کلنې څیړنې وروسته وموندل هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډیره موده خپل تې (شیده) ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.
د څیړونکو په باور هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیده ورکوي او یا طبعي خواړه ورکوي د شکرې خطرات نږدې نیم په نیمه راکمیږي.
په (جاما) طبي ژورنال کې خپره شوې څیړنه کاږي طبیعي شیده ورکول نه یوازې ماشومانو ته ګټورې دي، بلکې د میندو لپاره هم ډیرې روغتیایي ګټې لري.
امریکایې روغتیاپالان وایې، یاده څیړنه یې په ۱۲۳۸ هغه میرمنو ترسره کړې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلنو په منځ کې وو، او په پایله کې ثابته شوه چې طبیعي شیدې یا تې ورکولو موده او د شکرې ناروغۍ د خطر کمیدلو ترمنځ قوي اړیکه شتون لري.
یادې څیړنې دا نه دي په ډاګه کړي، چې ولې د اوږدې مودې پورې شیده ورکول کولای شي په شکرې باندې د اخته کیدو خطر راکم کړي.
ویل کیږي زیات شمیر میندې د امیندوارۍ پر وخت په شکر ناروغۍ اخته کیږي، چې دغه یو عادي جریان دی او روغتیایي څارنې او سم غذایي رژیم ته اړتیا لري.
له دې وړاندې یوې بلې څیړنې ثابته کړې وه چې میندې کولی شي په طبیعي ډول ماشومانو ته تي ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې د ناروغۍ سره سره د تیو(سینې) او رحم د سرطان مخه ونیسي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.