کرونا؛ په کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۲ زرو ته رسیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۶۶۶۴ ته ورسېدې.
یادي مثبتي پېښي له ۲۲۶۴۱ د کرونا ویروس معایناتو نتیجه ده.
په ټول هیواد کي د نن مثبتي ثبت سوي پېښي تر تېرو درو ورځو کښته ۲۶۲ دي.
همداراز بیا ۶ تنه له ویروسه روغ سوي او یو تن مړ سوئ دئ.
اوس مهال په هیواد کي ۵۷۱۶ تنه په یاد ویروس اخته او ډېر یې په کورونو کي بستر دي.

لدې سره په ټول هیواد کي د ویروس څخه د روغ سوو کسانو شمېر ۷۸۴ ته پورته سو او ۱۶۹ تنه بیا ځیني مړه سوي دي.
د هیواد په پلازمېنه کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۹۰۴ ته پورته سوې، چي لدې جملې یې ۲۶۱ تنه روغ سوي او ۲۵ تنه مړه دي.
د کابل د روغتیا مشر خوشحال نبي زاده وايي چي د ډېر رش له امله موږ نسو کولای چي ناروغانو ته پر وخت ځان ورسوو.
نبي زاده:

زموږ ډلي ناروغانو ته په ۵ ساعتونو کي رسیږي، چي ساده سمپل یې واخلي.

ښاغلي نبي زاده زیاتوي، چي په ښار کي ګڼه ګوڼه او د قرنطین نه مراعتول به ددې ویروس په چټک خپرولو کي مرسته وکړي.
نوموړي دا څرګندوني په داسي مهال کي کوي، چي په کابل کي د خلګو ګڼه ګوڼه بیا پر زیاتېدو ده او کاروبارونه بیرته پیل سوي او خلګ خپلي اړتیاوي پوره کوي.