په تایوان هېواد کې یوازینی روان کرکټ لیګ پای ته رسېږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران سپورټس
د کرونا ویروس له امله په دې بحراني حالت کې په ټوله نړۍ کې د کرکټ سیالۍ نه وې، خو د تایوان هېواد مرکز تایپي ښار بیا د ۲۱ ورځو په اوږدو کې د لس اوریز سوداګریز کرکټ لیګ کوربه و.
په دې لیګ کې د اپرېل له ۲۵ نېټې د اوونیو په وروستیو ورځو کې اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې او نن یکشنبه یې پایلوبه او په اووم مقام لوبې په تایپي ښار کې ترسره کېږي.
په دغه لیګ کې اته لوبډلې شاملې وې، چې سېنچو ټېټانز، چیا سوېنګرز، ټي سي ای انډیئنز، پي سي سي ټي یونایټېډ، فارموسنز، تایوان ډرګنز، لوبډلې پکې ولوبېدې.
له دې ټولو لوبډلو یې فارموسنز او تایوان ډرګنز لوبډلې پایلوبې ته رارسېدلي دي او نن به پایلوبه ترسره کړي.
د کرونا ویروس له امله دا لوبې له ننداره کوونکو په خالي لوبغالي کې د تایپي ښار په شنه ساحه کې ترسره شوې.
د لوبډلو سټاف یا رهبري کسان په داسې حال کې په څوکیو ناست وي، چې واټن یې مراعت کړی دی.
او لوبغاړي هم په لوبغالي کې مناسب واټن په پام کې نیسي.
دا د نړۍ په کچه یواځینی کرکټ لیګ دی، چې په بریالۍ توګه پای ته رسېږي.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان ټولو هېوادونو ته امر کړی، چې ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي او لوبې تر یوې مودې وځنډوي؛ خو بیا هم تایوان کې یاد لس اوریز لیګ ترسره شو.