ملي امنیت شورا: موږ معلومات لرو، برید طالبانو او شریکانو یې کړی، ملاتړ دې ترې نه کيږي

سپینه تجريدي ډیزاین

ولمه ځلا – یاران May 16, 2020
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د افغان حکومت شریکان دې د طالبانو بریدونو او کړنو ته برائت نه ورکوي او پرده دې پرې نه اچوي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (۲۷ غويي) د یوې خبرې غونډې پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خبرو ته په اشاره وویل، د افغان حکومت متحدين دې له داسې تبلیغاتو لرې پاتې شي چې مستقیم یا نامستقیماً له طالبانو ملاتړ وکړي.
فیصل وايي: “که له دوی سره داسې سند وي چې په ډاګه شي پر اساس یې طالبانو دا برید نه دی کړی، نو د افغان خلکو ته دې وښيي موږ به خوشحاله شو، خو له موږ سره معلومات شته برید د طالبانو او شریکانو یې دي.
ده وویل په هېواد کې طالبانو او داعش ډلې تل سره ښې اړیکې درلودې، او پر یو بل یې بریدونه نه دي کړي، طالبانو تل د داعش ډلې سره په بریدونو او ستراتیژي کې مرسته کړې ده.
د فیصل په وینا افغان حکومت به تر هغه مهال د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ بنده کړي چې وسله‌وال طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي او د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان را خوشې نه کړي.
نوموړی د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې په اړه وايي: “موږ شاهد یو چې طالبانو توافق کړی چې بهرنیان نه په نښنه کوي، خو افغانان به په نښه کوي او بهرنیانو هم دا خبره ورسره منلې ده.
فیصل وویل په هېواد کې باید د سولې په راتلو سره هره تروریستي ډله له منځه لاړه شي چې بېګنا خلک نور ونه وژل شي.
تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې په کابل کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونو کې وسله‌وال طالبان لاس نه لري.
ده لیکلي: “‏د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرله‌پسې لېوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ دی.”
خلیل زاد دا هم ویلي چې داعش ډله په هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې مخالفت کوي.
دا یې هم زیاته کړې چې افغان حکومت دې د داعش په دام کې د لوېدلو پر ځای سولې ته زمینه برابره کړي او خنډونه دې نه جوړوي.
خو په ورته وخت کې طالبانو هم د یوې اعلامیې پر خپرولو د کابل په دشت برچي کې د بې پولې ډاکترانو پر ورغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید غندلی دی.
طالبانو په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې یاده ډله په جدي ډول د یادو بریدونو د څارنې غوښتنه کوي چې عاملین یې په نښه او سزا ورکړي.