هغه مېوې او خواړه چې له تږي‌کېدو مو ژغوري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

هر وخت د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې د تودوخې درجه لوړېږي، ګرمي زیاتېږي او روژه‌دار خلک له تندې سره مخ کېږي، نو پکار ده چې په پيشنمي کې هغه خواړه وخوړل شي چې په روژه کې د تندې مخنیوی کوي.
روغتیاپالان وایي چې په روژه کې تر ټولو غوره خواړه، هندواڼه، مستې او نور تازه مېوه‌جات دي.

دوی زیاتوي: “هندواڼه چې یو د اوړي له مېوو څخه ده او په زیاته اندازه اوسپنه، پوتاشیم او نور ګټور مواد لري، له تاسو سره د تندې پر وخت مرسته کولی شي.
دوی همدا راز وايي چې په روژه کې تر ټولو غوره څښاک د شپې له خوا اوبه دي او روژه‌دار ته په کار دي چې په تدریجي ډول اوبه وڅښي، هغه ځکه چې په یوه ځل ډيرې اوبه څښل د انسان معده له کاره غورځوي.
د روغتیاپالانو په باور په پیشنمي کې مستې خوړل ډېر ګټور دي او تاسو کولی شئ په مستو کې د شته ویټامینونو په وسیله له تندې وژغورل شئ.

دوی ټينګار کوي که په روژه کې د مایعاتو ډېرښت ته امادګي ونه نیسئ، د وینې د کمښت او د جل وهلو شونتیا مو ډېره ده.
روغتیاپوهان کاږي: “تازه مېوې او ترکاري په زیاته پيمانه اوبه لري چې په هاضمه کې یې افرازوي او د ډیرې تندې مخنیوی کوي.”
دوی د توصیې په شکل وایي: “په روژه کې باید د هغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړو چې په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي، لکه بازاري جوس او شربتونه، ځکه ډیر مضر مواد چې شکر ته لار هواري پکې ګډېږي، خو که خامخا مو جوس يا شربت ته زړه کېږي، کور کې يې ځان ته تيار کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.