مسلمانه سوې امريکايي سندرغاړې د افغانانو لپاره مرستي راټولوي.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال : مدثر دعوت
جنيفر ګروت له خلکو غوښتي چې ددې د خيريه بنسټ له لوري د افغانانو سره مرسته وکړي.
جنيفر چې څو کلونه وړاندي يې د اسلام مبارک دين قبول کړ او پر ټولنيزو رسنيو يې د قرانکريم د تلاوت څو ويډيوګاني خپرې سوې په افغانستان کي يې هم ځانګړی شهرت وموند .
دې پر خپل ټويټر,انسټاګرام او يوټيوب اکاونټونو له شتمنو کسانو غوښتي چې په انلاين ډول ورسره مرسته وکړي،تر څو دا يې افغانستان ته تر يتيمانو او غريبانو ورسوي.


ګروټ په ويډيويي پيغام کې وايي :” سلامونه زه جنيفر ګروټ يم،نړيواله سندرغاړې او د قرانکريم تلاوت کوونکې،زه خو شحاله يم چې اعلان کوم زه د يتمانو د نيکمرغۍ لپاره د مرستې سفيره يم،ما خيريه بنسټ په انګلستان کې راجستر کړی او دا لومړی کمپاين دی چي زه يې په افغانستان کې د غربت د کمولو لپاره کوم، د روانو جګړو په پايله کې ددې هيواد ولس ډير زيان ليدلی او ډير څه ته لاسرسی نلري،لکه غذا ،پاکو اوبو او درملو ته ، پر دې سربيره اوسنۍ نړيوالي وبا دې شرايطو ته لا وده ورکړې او ډيری کسان يې د خپلو کورونو څخه بيځايه کړيدي،تر اوسه زموږ بنسټ په افغانستان کې د ۷۰ يتيمو کورنيو سره مرستي کړي،او په منظم ډول کابل ته د بې ځايه سويو کورنيو لپاره د خوراکي توکو بستې ليږل کيږي،خو بياهم ډير زيات خلک خپل کورونه د ډوډۍ، اوبو او ځان ساتني لپاره پريږدي،په همدې خاطر زه له تاسو څخه د مرستې غوښتنه کوم ترڅو د يتيمانو سره مرسته دوامداره وي،په ياد ولرئ چې هر ډول مرسته کولای سئ ،که څه هم يو ډالر تاسو ته ډير لږ دی،خو دا شايد د يوچا لپاره د يوې ورځي خواړه وي،تاسو ټول زما سره د ميني ،هڅوني او ملاتړ دوامداره سرچينې ياست او ددې لپاره زه د زړه د کومي مننه کوم.

ګروت وايي د اوس لپاره زما هدف دادی چې څنګه شونې ده دا مينه نوره هم پراخه کړو،او موږ په ګډه سره کولای سو د هغو خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راولو چې موږ ته اړتيا لري،ستاسو له ګډون څخه مننه ،کيداسي ستاسو د ښو کارونو په خاطر پدې او راتلونکي ژوند کې تاسو ته اجرونه درکړل سي.
https://www.instagram.com/tv/B5u3OOIhDr2/?igshid=1p0ze4f1pbnjm
۲۱ کلنه جنيفر ګروت د ۲۰۱۰ز څخه تر اوسه پوري په انګليسي او عربي ژبو کې سندري وايي ې پدې وروستيو کي يې د قرانکريم تلاوت ته هم مخه کړې چې د اسلامي نړۍ د خورا تود ښه هرکلي او راغلاست سره مخ سويده.


دې په ۲۰۱۳ کې د موروکو هيواد د مسلمان ځوان سره تر واده کولو وروسته د اسلام دين قبول کړ.