ژباړه: نجم الرحمن ناصري
داکتر عبدالکریم نایک په ۱۹۶۵م د اکتوبر په ۱۸زیږیدلی دی. د اسلامي څېړنې بنسټ اېښودونکی او مدیر همدارنګه د هند د پیس تي وي مالک هم دی. د یوه راپور له مخې لیدونکي یې له ۱۰۰ میلیونو کسانو څخه اوړي.
داکتر ذاکر نایک چې په اسلامي نړۍ کې د لوړ شخصیت خاوند دی، همدارنګه ویونکی، مدافع او د اسلامي موضوعاتو لیکوال هم دی.
ذاکر نایک خپله لومړنۍ دنده د داکتر په توګه پیل کړه. داکتر ذاکر نایک هندي مسلمان، چې ښه لیکوال او ویونکی دی. خپل د طبابت سند یې د هند له مهاراشترا ولایت څخه، چې د هند په لوېدیځ ساحل کې موقعیت لري، ترلاسه کړی دی، خو له ۱۹۹۱م وروسته یې اسلامي دعوت پیل کړ. څو کاله یې د طبابت دنده هم ورسره پر مخ وړه، مګر له ۱۹۹۷م څخه یې تصمیم ونیوه چې خپل ټول وخت د اسلام دعوت ته ځانګړی کړي.
ذاکر نایک د خپل کار د موخې په هکله ویلي: “…زه کوښښ کوم چې اسلامي غټ ارزښتونه په عصري جامو کې را ژوندي کړم…”
ذاکر نایک د ادیانو په تطبیقي مطالعاتو کې غټه مرجع بلل کېږي او ممکن چې د اهل حدیث د منهج ډېر نفوذ لرونکی ایدئولوګ په هند کې وي، دی، لکه د نورو اسلامي مبلغانو سنتي جامې نه، بلکې کورتۍ او پتلون اغوندي او وایي: “…اسلام هومره تنګ نه دی چې پګړۍ په سر کول او سپینې جامې اغوستل وي او بس…”
نایک په اردو، عربي او انګلیسي ژبو ویناوې کوي. ډېره قوي حافظه لري او په خپلو ویناوو کې هر کله له بابیل کتاب او د هندوانو له کتابونو، لکه ویدها،ګیتا او راماین څخه استشهاد کوي. دی یوازې مسلمان نه مخاطبوي، بلکې په ویناوو کې یې په زرګونو خلک له نورو ادیانو څخه هم برخه اخلي.
داکتر ذاکر نایک په «کیشین چاند چلارام» کالج کې او وروسته «تاپي والا» طبي ملي کالج کې او «بیل ناریا» خیریه روغتون کې خپلو تحصیلاتو ته ادامه ورکړه او بالاخره په بمبئي پوهنتون کې يې د جراحۍ په څانګه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
د داکتر ذاکر نایک مېرمن «فرهت نایک» هم د دې بنسټ د ښځینه څانګې رییسه ده. هغه هم د خپل خاوند غوندې په مجالسو کې ویناوې کوي، البته هغه نه غواړي چه ویناوې یې پر ټلوېزیون خپرې شي او دا کار یې په ډاګه کوي چې د هندي مسلمانانو له باحیاء ښځو څخه ده.
نایک په بمبئي کې اسلامي بین المللي ښوونځی لري او تر څنګ یې د زکاتټولونې صندوق هم تآسیس کړ، چې فقیر او اړمنو مسلمان ځوانانو ته تحصیلي بورسیې ورکوي.
دی له احمد حسین دیدات څخه – چې د سویلي آفریقا هندي مسلمان لیکوال او ویناوال او څلوېښت کاله یې دعوت کړی – اغېزمن و. احمد دیدات د ذاکر نایک په هکله داسې ویلي: “الحمدلله تا د څلورو کلونو په موده کې هغه شي ته لاسرسی پیدا کړ چې ما په څلوېښتو کلونو کې نه دي ترلاسه کړي”
ذاکر نایک یوازې په ویناوو بسیاینه نه ده کړې، بلکې تألیفات هم لري چې یو څو یې د بېلګې په توګه یادوو:
د نامسلمانانو ۲۰ مشهوره سوالونه؛
د الله مفهوم؛
په سترو ادیانو کې قرآن او نوي علوم.