لومړی ځل چا نقاشي وکړه؟ د دغه هنر لنډه تاریخچه

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: عایشه حیدري
نن سبا نقاشان په خپلو انځورونو او نقاشیو کې د چاپېریال‌ښودنې هڅه نه کوي، خو کله چې بشریت د رسمونو نقاشي پیل کړه، د هغوی اصلي موخه چاپېریال ښودنه وه. هغه مهال به یې چې هر څه پر سترګو لیدل هغه یې نقاشي کول، له همدې امله په سمڅو او غارونو کې، هلته چې زرګونه کلونه وړاندې خلکو ژوند کاوه، داسې نقاشۍ موندل شوې دي چې په ژوندۍ بڼه څاروي انځوروي.
دغه نقاشۍ په ډبرین پېر (عصر) کې په اروپا کې کښل شوې دي، چې زرګونه کلونه وروسته اوس هم د ژوند کولو یوه په زړه‌پورې ننداره ده.
لرغوني مصریان په دې عقیده وو چې تر مرګ څخه هم  ژوند شته، نو ځکه به یې د خپلو قبرونو پر دېوالونو د هغو شیانو انځورونه کښل چې په ورځني ژوند کې یې پېښېدل او د دوی له ژوند سره یې تړاو درلود. دغه انځورونه د ښځو، سړیو، ماشومانو، څارويو، کښتیو او داسې نور شیانو انځورونه وو.
تر چنایانو وروسته د نړۍ لرغوني هنرمندان په لرغوني یونان پورې تړاو لري، او تر میلاد ۵۰۰ کاله وړاندې یې په هنري برخه کې ډېر وياړونه ترلاسه کړي دي او د مجسمې تراشلو ځانګړی مهارت یې درلود چې د مجسمې جوړونې څخه یې د ژوندانه د بڼو تقلید او انځورول وو.
منځنی ختیځ چې د عیسوی دین ظهور او خپرېدو سرچینه ده، د نقاشۍ په هنر کې یې ډېر پرمختګونه درلودل، د نقاشۍ د هنر په پرمختګ کې یې خورا زیات رول درلود، او په دغه پېر کې د نقاشۍ د هنر لرغونې بڼه په ختیځې هنرې بڼې بدله شوه.
د فراسکو په نامه د سمبولیزم او یو رنګه طرحو هنر چې د اوبو رنګونو او ګچ پر مټ د نقاشۍ هنر دی او له میلاد څخه ۵۰۰ کاله وړاندې پیل او تر ۱۵۰۰م پورې، کابو ۲۰۰۰ کاله یې دوام وکړ د خطي کتابونو هم تزئین او لا ډېره ښکلا ومونده.
فرسکو هغه ډول نقاشي ده چې د وېښتانو او یاهم دتار قلم سره به نرم او تازه ګچ باندې یو انځور کښل کېږي او کله چې ګچ وچ شي دغه انځور د دېوال یا کتاب همېشنۍ برخه جوړېږي.
په یاد پېر کې خطي کتابونه او یاهم نور کتابونه د دغې دورې راهبانو يا مذهبي مشرانو له لوري لیکل کېدل، دغو هنرمندانو داسې نقاشي کوله چې په يوې پاڼه کې ټول انځورونه ځایدل.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.