ژباړه: عطامحمد میاخېل
لومړی: متقابل درک او دوهاړخیزه همغږي
یوه له دودیزو اړیکهییزو تېروتنو څخه، چې موږ ټول یې کوو، دا ده کله چې یو څوک پېژنو، د هغه له کړنو، چلند او خبرو څخه چې هره اخیستنه (برداشت) ولرو، نو ګمان کوو چې سمه ده.
په دې وخت کې تر ډېره داسې تصور کوو، چې په دې باندې پوهېږو، چې مقابل لوری څه وایي او موخه یې څه ده، په داسې حال کې چې تر ډېره د مقابل لوري په موخه باندې په سمه توګه نه یو پوه شوي او په بېړنۍ توګه مو پایله اخیستې او ناسم قضاوت مو کړی دی.
دا بېړنۍ پایله اخیستنه او ناسم قضاوت هماغه د کورنۍ له منځه وړونکې فرضیه ده، چې په ډېرې آسانۍ د مېرمنې او خاوند ترمنځ مینه او محبت له منځه وړي، د ناسمپوهاوي او عاطفي لانجو سبب ګرځي.
له ښه مرغه او که له بده مرغه باید ووایم، چې حقیقي او اغېزمنه اړیکه د نورو له درک کولو او د هغوی په احساس باندې له پوهېدو پرته ناشونې ده، دې برید ته رسېدل، د نورو واقعیتونو درک کولو ته اړتیا لري، لکه لاندې واقعیتونه:
۱ ـــ هغه څه چې په ظاهره وینو، تل له واقعیتونو سره سمون نه لري.
۲ ـــ هغه چلند، کړنې او خبرې، چې له مقابل لوري څخه یې وینو، د هغه د واقعي احساس د ټولو اړخونو ښکارندویي نه کوي او باید د هغه د چلند، کړنو او خبرو تر شا یې د واقعي احساس په لټه کې و اوسو.
۳ ـــ هغه څه چې پوښتل یې موږ ته آسانه دي، ښایي د مقابل لوري لپاره ډېر ستونزمن کار وي.
۴ ـــ هغه څه چې اورېدل یې زموږ لپاره آسانه دي، کېدای شي د مقابل لوري لپاره کړونکي وي.
۵ ـــ هغه څه چې موږ ګمان کوو د مقابل لوري لپاره ګټور وي، خو ښایي د هغه لپاره هېڅ ګټه ونه لري.
۶ ـــ افراد د بېلابېلو تګلارو په مرسته خپل احساسات څرګندوي.
۷ ـــ هغه څه چې موږ وایو سل په سلو کې سم نه دي او هغه څه چې نور وایي سل په سلو کې ناسم نه دي.
دویم: په سمه توګه د توپیرونو درک او هغو ته درناوی کول
موږ ټول کم او زیات له توپیري ښکاره کېدو څخه وېرېږو، ښایي په دې دلیل، اندېښمن یو، چې داسې نه د نورو د ملنډو او د ریشخند شو او یا د خپلې ماتې او ناکامۍ زمینه برابره کړو. په داسې حال کې چې توپیرونه جادویي دي او کولای شي، چې د هغو ټولو ډالیو جذبونکي و اوسي، چې غواړو یې.
د ښځینه او نارینه ترمنځ په اړیکو کې، شته توپیرونه په حقیقت کې د دې دواړو جنسونو د یو بل بشپړونکي دي او له دواړو لورو څخه هر یوه ته دا فرصت ورکوي، چې توازن او بشپړتیا ته ورسېږي. په بل عبارت، کله چې له موږ څخه هر یو د هغو کسانو په لور جذبېږو، چې په بشپړه توګه له موږ سره توپیر لري، کولای شو چې خپل کمزوري او پیاوړي ټکي وپېژنو او د یو بل په مرسته خپل مسایل ومنو.
د توپیر بل کوډګر اړخ، د مېرمنې او خاوند ترمنځ د مینهناکو اړیکو پیاوړتیا ده، ځکه کله چې توپیرونه منو، نو ورو ورو خپلو تېروتنو او ناعادلانه قضاوتونو ته متوجه کېږو او له مقابل لوري څخه ډېر کم خپه کېږو او یوازې په هغه حالت کې دی، چې اصیله مینه راڅرګندېږي، په داسې حال کې چې موږ خپل مقابل لوری له ټولو هغو توپیرونو او ورتهوالو سره، چې له موږ سره یې لري، منو او ورسره مینه لرو.
درېیم: قضاوت نه کول
موږ یوازې هغه وخت کولای شو، چې د منفي او ناسم قضاوت له شره خلاص شو، چې د خپل ځان او د خپل ژوند د شریک ترمنځ توپیرونه درک او خپل احساسات، افکار، لېوالتیاوې په سمه او بریالۍ توګه مقابل لوري ته ولېږدوو.
منفي قضاوتونه او پرېکړې په ډېرې آسانۍ سره کولای شي زموږ د ګډ ژوند اړیکې بې نظمه او ګډوډې کړي او تر هغه وخته چې ونه شو کولای د افرادو ترمنځ قضاوتونه په رسمیت وپېژنو، دوام پیدا کوي.
په حقیقت کې موږ باید مینه وکړو، ومنو، مننه وکړو او درناوی وکړو، چې وکولای شو قضاوت کول لرې کړو او له خپل ځان او نورو سره لکه څنګه چې یو او دي، مینه ولرو.
هغه څه چې مهم دي، دې ټکي ته پام کول دي، چې د نورو په اړه زموږ منفي قضاوت د دې ښکارندویي کوي، چې موږ له خپله ځانه راضي نه یو.
څلورم: د یوې اړیکې د ساتلو لپاره د یو شان مسوولیت منل
که پر دې پوه نه شئ، چې تاسو او د ژوند شریک مو د یو بل پر وړاندې په یوه اندازه مسوول یاست، نو تر یوه بریده د اړیکې دوام ناشونی کېږي. موږ ټول کله ناکله داسې احساس کوو، چې تل خبرې کوو، سرښندنه کوو، زحمت باسو، او رسیدهګي کوو، خو د دې ټولو په وړاندې هېڅ نه ترلاسه کوو.
دا د قربانیانو چلند دی او د دې نښه ده، چې په یوه اندازه مسوولیت نه دی او نه یې منو. قربانیان داسې احساس کوي، چې شرایطو ته د بدلون ورکولو وړتیا نه لري، دا ډول افراد نه پوهېږي او یا هم باور نه لري، چې کولای شي د خپل ګډ ژوند اړیکه کنټرول او اداره کړي او بدلون ورکړي.
هغوی هېڅکله په دې باندې باور نه کوي، که بل ډول چلند یې کړی وای، نو ښې پایلې یې ترلاسه کولې. قربانیان نه غواړي، ومني، چې په خپله د ستونزو او مسایلو د رامنځته کېدو په څرنګوالي کې رول لري.
د قرباني اوسېدو د احساس پایله، د خپګان او رټنې احساس دی او د خپګان ځپل نه یوازې د منفي قضاوت سبب ګرځي د عاطفي اړیکو د خرابېدو یوه بالقوه زمینه برابروي.
که کوم نارینه خپل مېرمن د لرګي په وسیله په سر باندې ووهي او د دې ګوزار له امله د هغې له سر څخه وینې روانې شي، نارینه په ډېرې آسانۍ د خپل کار مسوولیت مني، خو ډېری نارینه په یوه عاطفي اړیکه کې خپله لټي او ټنبلي نه مني، ځکه د خپلې کړنې له څرنګوالي څخه ناخبره دي.
په همدې دلیل ښایي وکولای شو ووایو، په یوه اړیکه کې د دواړو خواوو په وړاندې د مسوولیت د رامنځته کېدو لپاره، د ښځې مهمه دنده دا ده، چې خپل احساسات، عواطف او اندېښنې، له قضاوت او خواشینۍ پرته، په ډېر درناوي له نارینه سره شریک کړي. د خپګان او قرباني اوسېدو تجربې د ځپلو پرځای، نارینه پر دې پوه کړي، چې کوم چلند یې د مېرمنې د توند غبرګون سبب شوی دی.
پنځم: د بښنې تمرین
د مینې او محبت څرګندونه هېڅ بېځایه کوښښ ته اړتیا نه لري او که موږ د مینې او محبت کولو لپاره ډېرې زیاتې هڅې او کوښښ ته اړتیا لرو، په دې مانا ده، چې خپل ځان مو دوکه کړی دی او یو خپګان مو خپل ځان کې ځپل دی.
خو د خپګان پټول او د غوسې ځپل په اصل کې یو بې ګټې کار دی، ځکه چې له موږ څخه ډېری کله چې په زړه کې خپګان او اندېښنه لرو، هېڅکله نه شو کولای، چې له هغه چا څخه یې پټ کړو، کوم چې زموږ خبرو ته غوږ نیسي، حتا که د دې کار لپاره ډېره زیاته هڅه هم وکړو.
له دې امله موږ او تاسو د خپګان او اندېښنې د احساس په وړاندې دوې لارې لرو: یا په رښتیا بښنه وکړو یا دا چې د خپګان پرځای، د هغه څه په وړاندې چې زموږ اړیکه ورسره مخامخ شوې خپل مسؤولیت ومنو. باید واقع بینانه و اوسو، موږ ټول د دې ځواک لرو، چې شرایطو ته بدلون ورکړو. بسنه کوي پوه شو او درک یې کړو، چې څنګه په خپل چال چلند سره، په مقابل لوري کې د پام وړ غبرګونونه رامنځته کړو.
که د قرباني اوسېدو له احساس څخه تېر شو او د خپلو احساساتو او اندېښنو په اړه له مقابل لوري سره خبرې وکړو، که قضاوت ونه کړو او له خپل ځان پرته هېڅوک لومړۍ درجه ګرم ونه ګڼو او که چېرې پوه شو چې دا زموږ خپل چال چلند دی، چې د مقابل لوري چال چلند رامنځته کوي. که هېر نه کړو، چې د اندېښنو ځپل او په خواشینیو باندې پښې ایښودل، هرومرو په مقابل لوري باندې خپله بده اغېزه ښندي او د سترګو په رپ سره زموږ د اړیکې بنسټ له منځه وړي، کولای شو یو بریالی ګډ ژوند ولرو.