ژباړه: نجم الرحمن ناصري
د روژې په اخرو لسو شپو کې یوه یې قدر شپه یا لیلة القدر ده. د همدې لپاره د اجر ترلاسه کولو په خاطر اعتکاف سنت دی.
له عایشې (رض) څخه روایت دی چې پیامبر (ص) به په آخرو لسو ورځو کې اعتکاف کاوه او ویل به یې: “د قدر شپه د روژې په آخرو لسو شپو کې ولټوئ.”
له عایشې (رض) څخه روایت دی چې پیامبر (ص) وویل: “لیلة القدر د روژې د اخرې لسیزې په تاق ورځو (۲۱- ۲۳- ۲۵- ۲۷- ۲۹) شپو کې ولټوئ.”
پیغمبر صلی الله علیه وسلم به خلک هڅول چې دا شپې ژوندۍ وساتي.
له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي: “هر هغه څوک چې د قدر په شپه د ایمان له وجهې او د اجراو پاداش پیدا کولو په هیله لمونځ وکړي، ګناهونه یې بښل کېږي.”
د قدر شپې نښې
ځینې علماوو د دې شپې نښې داسې ویلې دي:
۱ – د دې شپې هوا معتدله (نه ګرمه او نه سړه) وي؛
۲ – اسمان صاف وي.
۳ – په بله ورځ یې (سبا یې)د لمرخاته پر وخت، لمر قوي وړانګې نه لري.
ډېری نښې چې ځینې یې وايي، له کتاب او سنت څخه دلیل ورته نه شته، دا دي چې لمر سپین راخېژي او قوي وړانګې نه لري.
په حدیث شریف کې د جابر ابن عبدالله په روایت راغلي چې رسول اکرم (ص) د قدر شپي په اړه ویلي دي: “ما د قدر شپه ولیدله، خو رابندې هېره یې کړه. د قدر شپه د روژي په اخره لسیزه کې ده، معتدله شپه ده، نه ګرمه ده، نه سړه، سپینه او روښانه ده، ته وا چې ټوله سپوږمۍ ځلېږي، په هغه شپه شیطان بیرون نه راوځي، تر هغو چه سهار یې روښانه شي.” په بل روایت کې راغلي دي: “لمر د قدر شپې په سهار باندې، ضعیف او سور رنګی ښکاري” روایت دی چې د خدای رسول (ص) له کور څخه راووته، چې خلک د قدر له شپې خبر کړي، خو په دې وخت کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه وه او د رسول (ص)خبره هېره شوه.
د قدر شپې د پټ ساتلو حکمت لکه د مړینې او قیامت د ورځې د پټ ساتلو ده، ځکه چې په طاعت مکلف کسان هڅه او هاند، زیار ډېر کړي او سستي/ غفلت ونه کړي، په یوه ځانکړې شپه ډاډه نه شي.
حضرت پیامبر(ص) د دې شپې د فضیلت په اړه ویلي دي: “هر څوک د قدر شپه د ثواب په خاطر ژوندۍ وساتي، (یانې هغه شپه په عبادت او بندهګۍ تېره کړي) ټول پخواني ګناهونه به یې وبښل شي.
علماء د بېلابېلو احادیثو د موجودیت لپاره، د قدر شپې په اړه بېلابېلې رایې لري، اما بې له شکه چې دا شپه د روژې په اخرو لسو او تاق ورځو کې ده.
قدر شپې ژوندي ساتلو څرنګوالی
رسول الله (ص) د روژې په اخره لسیزه کې په لمونځ ویلو او قران تلاوت کولو او دعا کولو کې ډېر کوښښ کاوه چې د کال په نورو ورځو کې به یې داسې کوښښ نه کاوه.
عایشه (رض) د حضرت محمد (ص)له خولې روایت کوي: “کله به چې د روژې اخره لسیزه راورسېده، رسول الله (ص) به خپله ملا تینګه وتړله (له ښځو به یې ځان لرې ساته) او شپه به یې په عبادت تېروله، خپله کورنۍ به یې هم راویښوله.”
پیامبر (ص) وايي: روژه ستاسو خوا ته راغلې، مبارکه میاشت، خدای (ج)په دې میاشت کې روژه پر تاسو فرض کړې، د الهي رحمت دروازې په آسمان کې خلاصېږي، د دوزخ دروازې بندېږي او شیطانان په زنځیرونو تړل کېږي، په دې میاشت کې داسې شپه شته چې له زرو (۱۰۰۰) میاشتو غوره ده، څوک چې له خیر څخه یې محروم شي، نو واقعاً بې برخې دی.