د ښځينه‌وو نړیوال غوراوي جام لوبې لغوه شوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران سپورټس
د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د ښځينه‌وو غوراوي جام سیالۍ به سږ کال نه ترسره کېږي او د ۲۰۲۱م نړیوال شل اوریز جام لپاره به د غوراوي سیالیو په خاطر له کرونا ویروس وروسته مهالوېش اعلان کړي.
تمه وه، چې د جولای میاشت له درېیمې نېټې د همدې میاشت تر ۱۹ مې پورې په سریلانکا کې د غوراوي جام سیالۍ ترسره شي.
خو دا لوبې وځنډېدې او د کرکټ نړیواله شورا یې علت د کرونا ویروس تهدید بولي.
د کرکټ نړیوالې شورا د دې سربېره ویلي، د ۲۰۲۲م نړیوال نولس کلنو پنځوس اوریزجام لپاره هم د غوراوي جام سیالیو باندې چې لندن یا برېتانیا کې ترسره کېږي، غور کوي.
د ښځينه‌وو راروان نړیوال شل اوریز جام په نیوزیلېنډ هېواد کې په پام کې دی او ۲۰۲۱م کې به ترسره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا مشورتي غړو د سې‌شنبې پر ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې ۲۰۲۰م کې کرونا ډېری لوبې له ځنډو خنډ سره مخ کړې او ښایي د سږ کال پر ځای راروان کال په لوبو غور وشي.
سږ کال د ښځينه‌وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اسټرالیا کې د لس لوبډلو په ګډون ترسره شو، چې اسټرالیا پکې اتلولي واخیسته او پایلوبه کې یې هندوستان ته ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۲م کال نولس کلنو کم عمره نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالۍ د جولای په ۲۴ مه نېټه ډنمارک هېواد کې پیلېږي او د جولای تر ۳۰ مې نېټې به دوام وکړي.
سږ کال نولس کلنو نړیوال ۵۰ اوریز جام کې افغان کرکټ لوبډله هم ولوبېده، چې په ۱۶ لوبډلو کې یې اووم مقام خپل کړ.
د نولس کلنو نړیوال جام په افریقا کې ترسره شو.
د کرکټ نړیواله شورا وایي دوی هڅه کوي، چې د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو په خاطر د غوراوي لوبې هم بیا مهالوېش کړي.