ویرات کولي به په خالي لوبغالو د لوبې جادوګر حالت له لاسه ورکړي

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
هندوستان او اسټرالیا په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې په اسټرالیا کې ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
خو لا هم هندوستان د کرونا ویروس له امله قرنطیني حالت کې دی او کېدای شي، د هندۍ لوبډلې سفر یو څه وخت واخلي.
ویرات کولي وایي د ننداره کوونکو پر وړاندې د بندو لوبغالو منځ کې لوبه کول، په لوبه او لوبغاړو دواړو پوره منفي اغېز لري.
کولي وایي په زړه‌پورې او ګڼ شمېر کې ننداره کوونکي د لوبې مهم اړخ دی، دوی د لوبې اووښتو او راووښتو په صورت کې خپل احساسات بدلوي.
که لوبغاړی ښه شاټ وهي، نو د توپ وهونکي مینه‌وال او د لوبډلې پلویان چکې وهي، شپېلي وهي او شور جوړوي، چې دا چاره لوبغاړی تشویقوي، تازه‌ګي وربښي او لا ښې لوبې ته زور ورکوي، چې دا چاره لوبه له جوش او جذبې ډ‌کوي.
د نوموړي په خبره که لوبغالي خالي وي، نو شور، زوږ او نور جذبات به نه وي او دا چاره په لوبه اغېز غورځوي.
ویرات کولي د نړۍ په کچه یو متحرک لوبغاړی دی، چې د ننداره‌کوونکو شور او زوږ یې لا سکونډي او لوبې ته یې تشویقوي.
خو هغه وایي که ننداره‌کوونکي نه وي او لوبغاړي تشویق نه کړي، نو په تشو لوبغالو به د ده توپ‌وهنه اغېزمنه شي او د توپ‌وهنې جادو به یې پر ځای پاتې نه وي.
بېن سټوکس چې د انګلستان غوره الراونډر دی هم د کولي په څېر نظر لري او وایي چې ننداره کوونکي په لوبغاړي او لوبه یې غوره اغېز لري او د هغوی په نشتون کې لوبه بې خونده وي.

About ياران ټیم 3422 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.