خبريال: مدثر دعوت
د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني وايي طالبان پر امريکايانو او بهرنيانو حملې نکوي بلکې افغانان او مسلمانان وژني.
بي بي ګل د امريکا ږغ سره په مرکه کې ويلي چې دا باور نلري چې وسلوال طالبان دې د سولې مذاکرات پيل کړي.
رولا غني وايي: “” دا ټولو افغانانو ته ثابته سوه چې افغان حکومت سوله غواړي خو طالبان لاهم حملې کوي، لاهم خلک وژني او لاهم مسلمانان وژني، د امریکایانو سره یې ژمنه کړې چې دوی او نور بهرنيان به نه وژني خو پر افغانانو اوس هم حملې کوي لاهم ښځې کونډيږي، عسکر او ښاریان وژل کيږي. “”
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3336165619747579&id=122256314471875
لومړۍ ميرمن وايي که په صداقت او رښتيا سره هم طالبان غواړي سوله وکړي موږ چمتو يوو، ګناه زموږ نده او دادی دوه کلونه کيږي چې موږ د چمتووالي خبر ورکړی.
رولا غني وايي له بلي خوا د کرونا ويروس د هيواد او نړۍ اقتصاد ته قوي ضربه رسولې، خو مالومه نده چې ددې وژونکې ويروس ترختميدو وروسته به کله د هيواد اقتصاد عادي حالت ته را وګرځې خو د تجارانو او افغانانو څخه يې هيله کړې چې د بيوزلو هيوادوالو سره مرسته وکړي.
د کرونا ويروس د قرنطين له امله په ټول هيواد کې بيوزله او غريب خلک لاسنيوي ته اړتيا لري نو ځکه د هيواد په ټولو ولايتونو کې د حکومت له لورې د ډوډۍ ويش پيل سوی.
نړيوالو روغتيايي او بشرې سازمانونو او ځينو هيوادونو هم د افغانستان سره د مرستو ژمنې کړي چې ځيني يې هيواد ته رارسيدلي او ځيني مرستې لاهم پر لاره دي.