ژباړه: نجم الرحمن ناصري
امام زرکلي په الاعلام کې دې ده د زیږیدنې او مړینې کال (۱۵۰-۸۰هجری) ویلی دی.
ثابت د امام ابوحنیفه پلار څه د فارس له مخورو څخه و، په کوفه کې پاتې شو او تجارت یې پیل کړ. په دې کار کې یې ډېر مهارت درلود او ویي کولای شوای چې د خپلې کورنۍ ټولنیز مقام او قدرت بیا لاسته راوړي.
ثابت له حضرت علی کرم الله وجهه سره لیدلی وو او هغه ده او اولادونو ته یې د برکت او ډېروالي دعا کړې وه.
نوم یې نعمان بن ثابت بن زوطی وه. په اتیایم هجري کال یې سترګې نړۍ ته پرانیستې.امام ابو حنیفه له ماشومتوبه له پلار سره پاتې شوی و او له هغه څخه یې د تجارت اصول زده کړل او ویې کولای شوای له پلاره وروسته د هغه دنده پر مخ ویسې. دنده یې بزازي یا هماغه د تکو او جامو تجارت و او یو شریک یې درلود، چې له ده سره به یې په کارونو کې مرسته کوله.
امام ابو حنیفه افغانی و، که ایرانی؟
په «الاعلام زرکلی» مشهور کتاب، چې د اسلام د علماوو پیژنګلوي یې کړې، راغلي:
“نعمان بن ثابت تیمی کوفي، چې لقب یې ابوحنیفه دی او د حنفي مذهب امام دی، فقیه مجتهد او برلاسی محقق و، د اهل سنت د څلورو امامانو له جملې څخه دی. ویل کېږي چې اصلیت یې له فارس (ایران) څخه و، چې د عراق په کوفه ښار کې زیږیدلی او لوی شوی دی.
همدارنګه ابن خلکان په خپل مشهور کتاب «وفیات الاعیان» ویلي، چې ابوحنیفه نعمان بن ثابت بن زوطی بن ماه کوفی فقیه، مولي تیم الله بن ثعلبه، د هغه (ابو حنیفه) نیکه یعنې زوطی د کابل (افغانستان) و. همدارنګه ویل کېږي، چې د عراق د بابل ښار وهاو ویل کېږې، چې ترمذ ښار (خراسان، ننني ازبکستان) څخه و، زوطي په غلامۍ ونیول شو او بېرته آزاد شو او زوی یې ثابت په اسلام کې نړۍ ته راغی.
همدارنګه اسماعیل د حماد زوی او د ابوحنیفه لمسي ویلي:
“زه اسماعیل د حماد زوی د نعمان بن ثابت بن مرزبان لمسی د فارس له احرارڅخه آزاد او غیر برده یم او په خدای قسم خورم چې هېڅ وخت مو بردهګی نه ده کړې، نیکه مې په اتیایم کال کې زیږدیلی او ثابت په وړکینې کې علی ابن ابی طالب ته تللی او هغه ده او کورنۍ ته د برکت دعا کړې او هیله مند یم چه د علی (رض) دا دعا خدای (ج) قبوله کړي.
د علم منتسبینو ویلي چې پیغمبر (ص) د ده په اړه داسې بشارت ورکړی: “که ایمان په ثریا کې وي، له فارس څخه به یو سړی د هغې خواته ورشي.”
خو حق او ثواب دا دی، چې دا روایت په امام ابو حنیفه پورې اړه نه لري او دا روایت د سلمان فارسي په اړه دی.
امام په حلال کسب باندې ډېر ټینګار کاوه او ویل به یې: “غوره کسب حلال دی او نیک ترین رزق هغه دی چې د لاسونو د زحمت ثمره وي.” یوه ورځ یې خپل شریک ته جامې ورکړې او ورته ویې ویل چې دا پارچه عیب لري او فکر يې وي چې د پلور پر وخت يې ورته پام وي او مشتري ته ووایي. شریک یې هغه پارچه وپلورله او له یاده يې ووتل چې د عیب په هکله ورته ووايي او د اخیستونکی هم ورته پام نشو. کله چې ابوحنیفه له موضوع څخه خبر شو، نو د جامو د ټول قیمت برابر يې صدقه ورکړه.
امام ابوحنیفه به ډېر نظافت او سلیقې ته پام کاوه او نورو ته به يې هم په دې هکله توصیه کوله. ده د علم په لاسته راوړنې کې ډېر کوښښ کاوه د خپلې زمانې له عالم حماد ابن سلیمان سره پاتې شوی او د فقې درس يې له هغه سره پایته ورساوه. په دوه ویشت کلنۍ يې له هغه سره زدهکړه پیل کړه او اتلس کاله بې له انقطاع ورسره و.
ده د خپلو اساتېدو ډېر درناوی کاوه دومره چې د خوب پر وخت به یې هم د هغه خواته پښې نه اوږدولې.
امام ابو حنیفه رحمه الله اسلام ته په دعوت کې ډېر تکالیف ولیدل هم د مسلمانو حاکمانو له خوا او هم د منافقینو لخوا .
امام ابو حنیفه لومړنی کس و چې دوه مذهبه یې سره یو کړل، اهل حجاز چې د حدیث اهل وو او اهل عراق چې د رای اهل ول. ابوحنیفه چه د رای اهل و، حجاز ته ولاړ او شپږ کاله په مکه کې پاتې شو او هلته د حجاز له علمانو لکه عبدالله بن عمر څخه یې زدهکړه کوله.
یوه ورځ ابوحنیفه د منصور خلیفه حضور ته ورغی او له حاضرانو څخه یوه خلیفه ته وویل: “دا زموږ د اوسنۍ نړۍ عالم دی”
منصور ورته وویل: تا خپل دانش له کوم ځایه کړی؟ ویې ویل: د عبدالله بن عمر له اصحابو له عبدالله بن عمر (اهل حدیث) او له عبدالله عباس او د عبدالله ابن مسعود له اصحابو له عبدالله ابن مسعود (اهل رای).
امام ابو حنیفه رحمه الله په خپل ژوند کې کوم کتاب نه دی لیکلی. هغه کتابونه چې ده ته نسبت ورکول کېږي هغه یې زدهکوونکو لیکلي دي، مګر هغه کتابونه چې په قطعی ډول ده ته منسوب دي، دا دي:
الفقه الاکبر، د حماد ابن ابی حنیفه په روایت
الفقه الاکبر، د مطیع البلخی په روایت
العالم والمتعلم، د ابی مقاتل السمرقندی په روایت
رساله الامام ابی حنیفه الی عثمان البتی
الوصیه، بروایه ابی یوسف
او داسی نور کتابونه شته چې امام ابو حنیفه ته منسوبېږي، خو لکه د پورتنيو پنځه کتابونو مشهور نه دي او کله یې هم نسبت د علماوو له خوا ردېږي.
امام ابو حنیفه رحمه الله په ۱۵۰ هجري کال په بغداد کې ومړ او په خیزران هدیره کې خښ شوی دی.
غلطی مو وکرل ….امام ابو حنیفه پلار یو “مرزبان” و د کابل ولایت سخه تللئ و کوفه ته …. نو کابل په ایران کی رازی که په افغانستان کی……… ولی د افغانانو تاریخ سره ظلم کوی?
غلطی مو وکرل ….امام ابو حنیفه پلار یو “مرزبان” و د کابل ولایت سخه تللئ و کوفه ته …. نو کابل په ایران کی رازی که په افغانستان کی……… ولی د افغانانو تاریخ سره ظلم کوی?