د کرونا ويروس په خاطر د سنګاپور په پارکونو کې روباټان ګزمې کوي.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر دعوت
د سنګاپور په پارکونو کې روباټان پدې خاطر ګزمې کوي تر څو خلک د يوبل ترمنځ واټن مراعت کړي.
نړۍ مصروفه ده تر څو د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره واکسين جوړ کړي خو تر هغه وخته ددې وژونکې ويروس څخه د ځان ساتني تر ټولو غوره او اړينه لار د نورو انسانانو څخه ليري اوسیدل دي.

د نړۍ ځينو هيوادونو کې د قرنطين اصول اسانه سويدي او خلک کولای سې د کورونو څخه دباندې راووزي خو ددوی ترمنځ واټن راویستل يوڅه ګرانه خبره ده که څه هم پوليس تل لارښوونه کوي چې دوه متره فاصله باید د خلکو ترمنځ مراعت سي.


په همدې خاطر د سنګاپور د ښاروالۍ چارواکو سپي ته ورته روباټ په بيشن انګ مو کیو پارک کې ځای پرځای کړی، تر څو خلک ټولنیز واټن مراعت کړي.
دوې اونۍ کيږي چې ياد روباټ پدې پارک کې خلکو ته پيغام ورکوي، همدارنګه يوه کامره هم پکښې نصب سوې ترڅو مالومه کړي چې څو کسان پدې پارک کې سته.


د سټرایټز ټایم د خبر له مخې د سنګاپور حکومت غواړي چې نور روباټان هم د پارکونو څخه دباندي پر سړکونو ځای پرځای کړي نو ځکه یې د خلکو څخه غوښتي چې دې ماشينونو ته تاوان ونه رسوي.
په سنګاپور کې تر دې مهاله ۲۲۵۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته دې چې له امله يې ۲۰ کسان مړه سوي، پداسي حال کې چې ددې ويروس له امله په ياد هيواد کې لومړنی کس د جنوري مياشتي په ۲۳مه نيټه مړ سوی وو.