د فاتح مسجد (بحرین)؛ د نړۍ اتلسم لوی مسجد

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د فاتح مسجد چې د بحرین په لوی مسجد مشهور دی د اسلامي نړۍ اتلسم لوی مسجد بلل کېږي. دغه مسجد پر یو وخت د ۷ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، چې لویه ګنبده یې ۲۲ متره مربع پرخوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري. ګنبده یې له خالص فایبرګلاس څخه جوړه شوې، چې ۶۰ زره کیلو ګرامه وزن لري.
د فاتح مسجد دوه لوړې منارې لري، چې لوړوالی یې تر ۷۰ مترو پورې رسېږي. دغه مسجد په ۱۹۸۸مېلادي کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې جوړولو یې ۵ کاله وخت نیولی.

د محوطې پراخوالی یې (۱۵۰) زره متره مربع دی. د بحرین لوی کتابتون هم، چې په ۲۰۰۶ کال کې بشپړه شوه د دغه مسجد په څنګ کې موقعیت لري.
پر کتابتون سربېره دوه دینې مدرسې هم د دغه مسجد له ملحقاتو څخه شمېرل کېږي. له دغه مسجد څخه په کال کې زرګونه کسان لیدنه کوي. پر مسلمانانو سربېره ګڼ شمېر غیر مسلمان هم په داسې حال کې د دغه مسجد لیدو ته ورځي، چې د احترام به خاطر یې سرونه پوښلي وي.

توریستان کولی شي له جمعې او ځینو ملي ورځو پرته هره ورځ له دغه مسجد څخه لیدنه وکړي. د مسجد غولی او ځینې دېوالونه پر اېټالیایي مرمرو پوښل شوي دي او دروازې یې د هندي ساج لرګي څخه جوړې شوې دي.
د مسجد داخلي چهل چراغ په اترېش کې جوړ شوی او د څنګ لامپونه یې له فرانسې څخه راوړل شوي دي.