ژباړه: حمیدالله حمیدي
د روژې مبارکه میاشت، د خدای پاک د مېلمستیا میاشت ده. دا چې دغه میاشت د کلونو په تېرېدو سره په بېلابېلو فصلونو کې راځي، نو څومره چې ورځې اوږدېږي او ګرمي زیاتېږي، نو غذایي ارزښت هم پکې دوه برابره کېږي. په دې ورځو کې په افغانستان کې ۱۶ نیم ساعته، په ناروې کې شل ساعته او لس دقیقې او په مسکو کې بیا ۱۹ ساعته روژه نیول کېږي.
نو د دې لپاره چې د معدې له ناروغیو او ستونزو سره مخ نه شئ، باید په روژهماتي او پشلمي کې باید داسې خواړه وخوړل شي، چې غذایي ارزښت یې یو څه زیات وي، چې د ورځې په اوږدو کې مو د بدن انرژي دومره پوره کړي، چې تر بل روژهماتي پورې ورسېږئ.
په روژه کې د بدن د اوبو کمښت روژه تیان له ستونزې سره مخ کوي، ځکه د سهار له اذانه د ماښام تر اذان پورې بدن ته خواړه نه رسېږي او بل دا چې پشلمي ته پورته کېدل، هم انسان بې خوبه کوي. بې خوبي او د بدن د اوبو کمښت دواړه چې سره یو ځای شي، نو د سخت سردرد لامل کېږي.
د سنګاپور د عمومي روغتون د تغذیې د برخې متخصص ډاکټر وایي، که په روژه کې مناسب خواړه او څښاک مصرف شي، کولی شئ، چې په اسانۍ سره روژه ونیسئ او هېڅ ستونزه درته پېښه نه شي.
۱- پشلمي ته ارو مرو پورته شئ
له روژې پرته سهارنۍ د ورځې په اوږدو کې تر ټولو ډېر ارزښت لري، خو په روژه کې بیا د پشلمي ارزښت دوه برابره کېږي. ډېری کسان پشلمي ته په را پورته کېدو خوب ته ډېر ارزښت ورکوي، خو دا له ځان سره جفا ده. له یوې خوا له ټاکلي ثواب څخه ځان محروموي او له بلې خوا یې روغتیا ته زیان اوړي.
۲- په روژه ماتي کې ډېر خواړه مه خورئ
لکه څه ډول چې مخکې وویل شول، ارو مرو د پشلمي لپاره پورته شئ. ځکه که پشلمی ونه کړئ، د ورځې په اوږدو کې ډېر وږي کېږئ او هغه ده چې په روژهماتي باید ډېر خواړه وخورئ. په یو ځل ډېر خواړه مو بدن ته زیان اړوي. هڅه وکړئ، چې په روژهماتې کې د خوړو انډول وساتئ. لږ، خو باارزښته خواړه وخورئ، نه د یوې مېلمستیا په څېر. ډېر او غوړ خواړه د سوی هاضمي لامل کېږي او د هاضمې پر سیستم مو بوج راځي. د ماښام له لمانځه وروسته په ارامۍ ډوډۍ وخورئ او له هرې ګولې یې خوند واخلئ.
۳- څومره چې کولی شئ اوبه وڅښئ
د اوبو له ګټو خو ښه خبر یاست. څومره چې کولی شئ له روژهماتي تر پشلمي اوبه وڅښئ، خو په دمه دمه. د ډېرو اوبو څښل د ورځې په اوږدو کې د بدن د اوبو د کمښت خطر کموي. لږ تر لږه له روژهماتي تر پشلمي پورې باید اته ګيلاسه مایعات وڅښئ. مایعات کېدای شي اوبه وي، د بېلابېلو مېوو جوس وي، شیدې وي، شربت او یا هم سوپ وي. خو هغه څښاک چې په ترکیب کې یې کافئین شته، لکه قهوه، چای او نوشابې. ځکه دغه مایعات د زیات ادرار لامل کېږي، هغه ده چې د بدن د اړتیا وړ اوبه نه شي پوره کولی.
سالم او متعادل غذایي رژیم، د ښې روژهنیونې لپاره کیلي ده. په روژه کې د نورو میاشتو پر خلاف کورنۍ ټول یو ځای ډوډۍ خوري. هڅه کوي چې په روژهماتي او پشلمي دواړو کې د خپلې خوښې خوندور خواړه تیار کړي. نه هڅه وکړئ، داسې غذایي رژیم برابر کړئ چې ارزښت یې یو څه زیات وي او له پشلمي تر روژهماتي پورې مو ورسوي.