یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني چټک بالر شعیب اختر د هیلو اپ له لارې په خبرو کې د کلکتې لوبډلې مشرانو ته ویلي، ایا تاسې غواړئ، چې ما د فسټ بالېنګ یا چټکې توپ اچونې د روزونکي په توګه ومنئ؟
شعیب اختر چې د پاکستان د راولپنډۍ اوسېدونکي دی، ۲۰۱۱ م کال کې له کرکټ څخه رخصت شو، دی د نړۍ په کچه یو له چټکترینو توپ اچوونکو څخه و، چې لا یې هم ۱۶۱ اعشاریه ۳ سرعت سره توپ اچونه د نړۍ په کچه ریکارډ دی.
شعیب اختر ۱۲ کاله وروسته یو ځل بیا کلکتې ته د تګ هیله کړې
اختر په ۲۰۰۸م کې د آی پي اېل سیالیو لومړي پړاو کې له کلکتې لوبډلې سره مل و.
ده په خپله لومړۍ لوبه کې د ډیلي خلاف خطرناکه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه.
په ۳ اورونوکې یې ۱۱ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.
ډیلي غوښتل چې د کلکتې ۱۳۴ منډې هدف پوره کړي، خو د دغه هدف پوره کولو په مخ کې د شعیب اختر توپ اچونه له خنډونو ډکه وه او بالاخره یې د ډیلي لوبډله له ماتې سره مخ کړه او په ۱۱۰ منډو کې د ډیلي لوبډله محدوده شوه.
هغه د ګمبیر، سېواګ، ډیویلیرس او منوج تېواري وېکټې ترلاسه کړې وې او د ډیلي لوبډلې د توپوهنې ملا یې ماته کړې وه.
له ۲۰۰۹م وروسته کله چې د پاکستان او هندوستان سیاسي کړکېچ نوي پړاو ته ورغلی، نو د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبغاړي د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د هندوستان حکومت او کرکټ بورډ لخوا بندیز سره مخ شول.
د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته تر دې دمه په آی پي اېل کې د لوبېدو اجازه نشته او د نړۍ نورو هېوادونو لوبغاړي لا هم په آی پي اېل کې لوبېږي، چې له ۲۰۱۷م راهیسې درې افغان لوبغاړي هم په دې سترو سوداګریزو لوبو کې شامل دي.
سږ کال د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې د مارچ له ۲۹مې تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي دي او دا چې سږ کال به دا سیالۍ ترسره شي او که نه لا یې هم په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.