خبریال: فضل الله فضلي
د کندهار د عامي روغتيا ریاست وايي چي د کرونا وروستۍ مثبتي پېښي ۳۶۸ ته ورسېدې، چي له دې جملې ۷ تنه روغ سوي او ۸ تنه مړه سوي دي.
د ۳ مړو سوو دوستانو له قوله چي ځايي خبریالانو ته يې ویلي، چي ناروغان یې په ډېر سخت حالت کي روغتون ته وړي او بستر کړي يې دي، خو له هغه ځایه یې بیرته مړي را ایستلي دي.
دوی ادعا کړې، چي ناروغان یې په روغتون کي په دواوو وژل سوي دي، ځکه چي د کرونا ویروس د ټیسټ نتیجې یې منفي ترلاسه کړي دي.
همداراز د صدیق الله علم په نامه یو تن د یاران خبریال فضل الله فضلي ته ویلي چي د عامي روغتیا ریاست اړوند د کرونا د ټیسټ اخیستلو لابراتوار کي زیاتي ستونزي موجودي دي او د ناروغانو سره ناسم چلند کیږي.
د کندهار د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون چي د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړی سوئ دئ، لاهم د طبي وسایلو د کموالي سره مخ دئ.
له هغه ځایه یوه سرچینه وايي چي له دې طبي سامان آلاتو یې یو هم د اکسېجن د ورکړي ډبې دي، چي ۱۵ دقیقې هم کار نه کوي.
همداراز ددې روغتون مشر نن د ولایت مقام په غونډه کي ویلي چي په دې روغتون کي تراوسه ۵۲ کسه بستر دي، پاته په ویروس اخته کسان په خپلو کورونو کي قرنطین دي.
د کندهار د عینو مېني په روغتون کي تراوسه د ۱۵۰ تنو ناروغانو لپاره امکانات موجود دي، په داسي حال کي چي پدې ولایت کي په ویروس اخته ناروغان ۴۰۰ ته رسیږي.
بلخوا په کندهار کي د یوې نړیوالي رسنۍ خبریال مامون دراني پر خپل فېسبوک لیکلي، چي د کندهار د عینو مېنې په روغتون کي د ځینو تېروتنو له امله ناروغان مړه سوي، چي د عامي روغتیا ریاست باید دا تېروتنه ومني.
نوموړی زیاتوي، چي د عامي روغتیا ریاست د یوې تېروتني د پټېدلو په خاطر وضعیت ناسم لورته روان کړئ دئ.
https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=549021959352036&id=100027327097541
تېره پنج شنبې ورځ د کندهار ولایت مقام لخوا د کرونا سره د مبارزې لپاره د ۱۰۰ میلیونو افغانیو له جملې د مصرف سوو پیسو معلومات وړاندي سول.
د کرونا ویروس سره د مبارزې تدارکاتي کمېټې ويلي، چي د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره کندهار ته د منظور سویو سل میلیونو څخه تر اوسه د ۳۱ میلیونو او پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور سوي دي.
اوس مهال په کندهار کي د خلګو باور د کرونا ویروس پر زیاتوالي نسته، درواغ یې بولي او یا یې هم د نړیوالو پیسو د مرستو د جذبولو پلانونه ګڼي.
ددې ټولو ستونزو سره سره د کندهار روغتیايي او ولایتي چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي، خو د کندهار د عامي روغتيا رئیس ډاکټر محمدطاووس اشرف نادري د کرونا د ټیسټ اخیستلو په لابراتوار کي ستونزه تائیدوي.