د ام سي سي مشر؛ انګلستان او اسټرالیا باید په پاکستان کې لوبې وکړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: بهار سمسور
وروسته له هغې چې د نړیوال کرکټ دروازې په پاکستان کې تړل شوې دي، ویل کېږي چې تر کرونايي حالت رغېدو وروسته به د نړۍ ډېرۍ لوبډلې د دې هېواد پر بېلابېلو لوبغالو ولوبېږي.
د ام سي سي یا میلبورن کرکټ کلب ادارې مشر سریلنکایی کمار سنګارکارا وايي، چې په اسیا کې اوس هېڅ ستونزه نشته، خصوصاً په پاکستان هېواد کې د کرکټ لپاره هر څوک لېواله دي، باید اسټرالیا او انګلستان چې د کرکټ د نړۍ غټ هېوادونه او غښتلې، معتبرې لوبډلې دي، باید پاکستان ته سفر وکړي، دلته ولوبېږي او مینه‌وال خوشحاله کړي.
د یادولو وړ ده چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې له ۱۹۹۸م راهیسې پاکستان ته سفر نه دی کړی، چې ۲۰۰۹م کې پر سریلنکایۍ کرکټ لوبډله چې همدا کمار سنګاکارا يې هم غړی و، په لاهور کې برید وشو، زیاتره لوبغاړي يې زخمي شول، او ورپسې کرکټ نړیوالې شورا په پاکستان کې د نړیوال کریکټ دروازې بندې کړې، چې اوس د کرونا له وجې نیم‌وازې پاتې دي.