خبريال: مدثر دعوت
د کابل د والي مرستيالې حنيفې ګيرووال د کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه خپلې تجريبې شريکې کړي دې.
د کابل د والي ويانده څو اونۍ وړاندې په کرونا ويروس اخته سوې وه اوس بيرته جوړه سوې ده، د بي بي سي سره په مرکه کي يې ويلي چې د کرونا ويروس سره په مبارزې کې زما د بريا لوی لامل دا وو چې پرځان مې باور درلودی او خپل مرال مې له لاسه ورنه کړ.
ګيرووال وايي: ” کله چې د کرونا ويروس ازموينې مې مثبته پايله ورکړه پرما يې خورا بد تاثر وکړ، خو خپله روحيه مې له لاسه ورنکړه.
دا وايي ژر مې ځان قرنطين کړ، د ويټامين ډي او لمر څخه مې استفاده وکړه، مايعات مې ډير زيات اخيستله او د زنجبيل چای به مې هميشه څيښلې، ستونی به مې هميشه لوند ساتی او د ورځې ۵ ځلې به مې مالګه غرغړه کوله، همدارنګه الوچه مې هم خوړله”.
حنيفه ګيروال وايي که څه هم شاید د بې احتياطۍ له کبله په کرونا ويروس اخته سوې يمه خو اړتيا وه چې د کرونا پرضد د مبارزې د نوي کميټې سره مو په ګډه سخت کار کړی وای نو خپلې روغتيا ته مو ډيره توجه ونه کړه.
حنيفې پوره شل ورځې د کرونا ويروس سره مبارزه وکړه.