لیکوال : محمدصادق کریمزی
د چترال او نورستان په ګډه پوله یو څو تاریخي سیمي شتون لري چي وګړي یی اوس هم په خپلو دودونو کلک ولاړ دي.
یاده سیمه چې د کلاش په نوم یادیږي د نورستان دکامدیش او برګمټال ولسوالیو سره پرته سیمه ده چې ډیره برخه یې دګاونډي هیواد پاکستان او یوه برخه یې دنورستان تر سرحدونو سره تړاو لري.
دغه خلک په کلاشي ژبه خبري کوي او داوسني نورستان پخواني غلامان ګڼل کیږي .
کلاشیان په کال کي دري دودیزې میلي لري، چې دښځو په ګډون نارینه هم پکښي برخه اخلي او په بیلابیلو سندرو او نڅاګانو یي لمانځي ددغه خلکو شمیر ډیر نه دي او دشپیتو کورونو په درلودلو سره شاوخوا څلور زره تنه دلته ژوند کوي خو عجیبه داده چې یاد خلک تراوسه په خپل دین کلک ولاړ دي.
د کلاشو یو قومي مشر شاه نواز خان وایې، که چېرې کوم کلاشي وګړی په اسلام او یا بل دین مشرف شي له مونږ سره نه شي اوسیدلای.
نوموړی وایې،زمونږ کلاش قوم د جنازې او ویر مراسم په سندرو او نڅا سره نمانځو او خپل خفګان او غم په سندرو او نڅا سره څرګندو او د ودونو او خوشالیو پرمهال بیا ټول خفه یوو او زمونږ تر ټولو قدرمن مړی هغه دی چې زیاتې ورځې نڅا او موزیک پرې وغږول شي او ښایسته خوشالي مو هغه ده چې په زیات ویر او ماتم سره ترسره شي .
ویل کیږی چې کلاشیانو پخوا خپل مړي دځمکي په سر ایښودل او ورسره به یي دهعه ټول زر پیسي تبر او داسي نور شیان ورسره ایښودل خو په کلاش د غلو او ډاکوانو له پیدا کیدلو وروسته چي ډیري قبرونه یي ولوټل اوس دوې خپل مړي یو لوی میدان ته راباسي او په ورځو ورځو ورته ګډا کوي تر ټولو غوره مړی يې دادې چې تر ډيرو ورځو ورته ګډا وشي؛ تر څو ورځو نڅا وروسته خپل مړي دخاورو لاندي ښخوي.
دکلاش خلک په خپل دین کلک ولاړ خلک دي او دوي په دی عقیده لري چي څه موده وړاندي ددوي پیغمبر په دی سیمه کي ژوند کړي وو، دکلاش دخلکو نښي نښاني په نړي کي ډیرۍ کمي لیدل شوي دي.
دوې دخټو او لرګیو جوړ کورونو کې اوسیږي او خپلې میرمنې دمیاشتنۍ مریضتیا پر وخت یوخاصې خونې ته چې بشلانی نومېږی لیږدوي او تر هغې هلته پاتې کېږی تر څو له مریضتیا په مکمله توګه پاکې شي او د پاکۍ یو ډول خاص مراسم ورته نیول کېږي چې خاوند یې په دې مراسمو کې یو فعاله برخه لري.
کلاشۍ ښځې ډېر وخت تورې اوږدې چپنې اغوندي چې مهرو سره ګلدوزي شوي وي په دې دلیل په چترال کې دوی په تورو کافرو مشهوردي او خلک یې پاکستانی شلوار کمیس اغوندي.
ددوې انجونې په کم عمر کې واده کوي او ښځه کولای شي چې هر وخت خپل خاوند بدل کړي.
دیادولو وړ ده چې دافغانستان سرحدي ولایت نورستان چې پخوانی نوم یې کافرستان وو ،دامیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ پرمهال یې خلک داسلام په مبارک دین مشرف شول ؛خو اوس هم داسې نښې نښانې او شواهد شته چې دیاد ولایت دځینو سیمو خلک دخپل رسم و رواج او خود ساخته دین پيروان دي.