نړۍ او کرونا؛ افغانستان کي د ویروس وروستۍ ثبت سوي پېښي ۲۳۲ دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبریال: فضل الله فضلي
په هیواد کي د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته پورته سو، چي تازه پېښي یې تر بل هر وخت ډېري ۲۳۲ دي.
نوي مثبتي پېښي په کندهار کي ۴۵، بلخ ۴۱، هرات ۳۴، کابل ۲۰، غزني ۱۲، پکتیا ۱۰، لوګر ۱۰، سمنګان ۹، پنجشېر ۹، تخار ۸، کندز ۷، بغلان ۵، ننګرهار ۵، بادغیس ۴، وردګ ۴، لغمان ۳، پکتیکا ۲، پروان ۲، سرپل او فاریاب یوه یوه پېښه لري.
کابل، هرات، کندهار او بلخ هغه لوی ښارونه دي، چي د قرنطین او ګرځبندیز سره سره په سلګونه او تر ټولو ډېري مثبتي پېښي لري.
همداراز بیا په هیواد کي له ویروسه د روغ سوو کسانو شمېر ۲۶۰ ته پورته سو او ځیني مړه سي ۶۴ تنه دي.

په هیواد کي یوازنی ولایت نورستان دئ، چي د دوو منفي پېښو پرته د ویروس هیڅ مثبته پېښه نه لري.
بلخوا په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۳،۲ میلیونو ته ورسېدئ، چي له جملې یې ۲۲۸ زره تنه مړه سوي او تر یو میلیون پوري ځیني رغېدلي دي.
دا شمېرې په امریکا کي د جانس هاکپنز پوهنتون څخه اخیستل سوي دي.
په امریکا کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي تر ۱ میلیون او ۴۰ زرو ډېري سوي.
په نړۍ کي تر ټولو ډېر مړي هم امریکا لري،  چي شمېر یې تر ۶۰ زرو ډېر سو.
Coronavirus Outbreak: Live Updates and News for April 12, 2020 ...
هسپانیا، فرانسه، جرمنی، برېتانیا او ایټالیا بیا د اروپا تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي، چي اوس مهال پکښي د ویروس پراختیا لږ کمه سوې او پدې هیوادونو کي بندیزونه هم پر کمېدو دي.
ترکیه، روسیه، ایران او چین بیا په آسیا کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي، چي چین کي ویروس پر ورکېدو دئ، ایران کي نوي پېښي کمي سوي، خو ترکیه او روسیه کي ویروس په چټکۍ خپریږي.
په ترکیه او روسیه کي مثبتي پېښي تر یو یو لک اوښتي، خو مړي یې نورو هیوادونو ته ډېر لږ دي.
ایران کي ۹۴ زره ته پېښي رسېدلي او مړي یې بیا تر ترکیې او روسيې دوه برابره ډېر تر ۶ زره اوړي.
Scientist working on Covid-19 vaccine
بلخوا بیا د اکسفورډ پوهنتون د کرونا ضد واکسین جوړولو او په لومړي ځل پر انسانانو تر ازمویلو وروسته ویلي، چي واکسین پر بیزوګانو مثبته نتیجه ورکړې او د انسانانو نتیجې ته يې په تمه دي.
اکسفورډ پوهنتون نن ویلي، چي ښايي د انسانانو د ازمویني پایلي د جون تر نیمايي پوري معلومي سي.