د اسټرالیا کرکټ بورډ د لوبغاړو په نوي قرارداد کې عثمان خواجه له پامه غورځولی

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي چې شلو نارینه او ۱۵ ښځينه کرکټ لوبغاړو سره، چې مجموعي ۳۵ لوبغاړي کېږي، تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې لوبغاړي معاشونه ترلاسه کوي.
د چهارشنبې پر ورځ د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټس وویل چې دوی د کرونا ویروس له امله ۴۰ میلیونه ډالرو زیان سره مخ دي او له لوبغاړو به معاشونه کم کړي.
یاد کرکټ بورډ وایي چې هغو لوبغاړو سره یې قرارداد تازه کړ، چې تر نورو لوبغاړو په کرکټ کې ډېر ځلېدلي دي.
په دغو لوبغاړو کې ښځينه ټیم کې؛  نېکولا کېري، اشلي ګارډنر، راچېل هاینېس، الېسا هیلي، جېس جوناسېن، دیلیسا کېمېنس، مېګ لنېنګ، تالیا مک ګرات، سوفي مېلېنیوکس، بېت موني، ایلایس پېري، مېګ سکټ، انابېل سترلېنډ، تایلا وېلامېنګ او جورجیا ورېهم.
دا پنځلس ښځينه لوبغاړې په لوبډله کې شاملې دي او کولای شي، معاشونه ترلاسه کړي.
نېکول بولټن او ایلایس ویلاني په تړون کې نه دي شاملې.
یاد کرکټ بورډ له شلو نارینه لوبغاړو سره هم قرارداد تازه کړ، خو مسلمان لوبغاړی عثمان خواجه پکې نه دی شامل.
د نارینه لوبغاړو قرارداد لیک کې، اشټن اګر، الېکس کېري، جوبرنز، پټ کمېنس، ارون فېنچ، جاش هزل ووډ، ټراوېس هېډ، مرنیوس لبوس شېن، نتن لین، مېچل سټارک، مکس وېل، ټېم پین، جیمز پټېنسن، جای ریچارډسن، کېن ریچارډسن، سمېت، وارنر، مېچل مارش، ادم زمپا او متیو وېډ شامل دي.
دغه ۳۵ ښځينه او نارینه کرکټ لوبغاړي شل اوریزو، ټېسټ او یو ورځنیو لوبو ته په کتو رااخېستل شوي دي.
facebook_post_image_1582105520.jpg