یاران سپورټس
د افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي او د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي مارک بچر له ای بي ډیویلیرس غوښتي، چې بېرته خپلې لوبډلې ته ورشي او خپله لوبډله یو ځل بیا رهبري کړي.
ډیویلیرس په ۲۰۱۸م په جولای کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې لپاره له نړیوالو لوبو استعفا وکړه.
د ده په نشتون کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډله د نړیوال پنځوس اوریز جام پرمهال له ستر کړاو سره مخ وه.
یادې لوبډلې په ۹ لوبو کې یوازې ۴ وګټلې او په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شوه.
ډیویلیرس له سټار سپورټس تلوېزیوني چېنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د لوبډلې کوچ مارک بچر ورڅخه هیله کړې، چې بېرته لوبډلې ته ورشي او د لوبډلې لوبډلمشري واخلي.
مارک بچر د دې سربېره ویلي دي، چې ډیویلیرس به د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام پرمهال د افریقا لوبډلې سره مل وي او لوبه به کوي.
د ډیویلیرس څو ریکارډونه
ای بي ډیویلیرس په یو ورځنیو لوبو کې د تېزې یا چټکې سلیزې ریکارډ لري.
هغه د ۲۰۱۵م په اوږدوکې په افریقا کې د پېنک ډی یا د ګلابي رنګ په ورځ د ویسټ انډیز خلاف خارقالعاده توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې په ۳۱ توپونو یې سلیزه ووهله او له هاشم امله سره یې کم سارې ملګرتیا وکړه.
نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو ۱۵۰ منډو ریکارډ هم لري.
هغه د نړۍ په کچه شاوخوا ۱۲ سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او یو مطرح لوبغاړی بلل کېږي.
ډیویلیرس د دې سربېره د مېسټر ۳۶۰ په نامه هم شهرت لري، دا ځکه چې هغه د لوبغالي هر لوري ته شاټ وهلی شي او په هر ډول شاټ وهلو قادر دی.
ډیویلیرس لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۰۶م کې د اسټرالیا خلاف د افریقا په جوهنزبورګ سیمه کې وکړه.
هغه په ۷۸ شل اوریزو لوبو کې ۱۶۷۲ منډې کړي دي.
ایا ستاسو هم خوښېږي، چې ډیویلیرس بېرته د افریقا لوبډلې ته راشي؟
ایا ډیویلیرس ستاسو د خوښې لوبغاړی هم دی؟
Comments are closed.
هو باېد Ab بېرته لوبډلې ته راشې
هو باېد Ab بېرته لوبډلې ته راشې