د اسټرالیا کرکټ بورډ په خپلو لوبغاړو معاشونه کموي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

یاران سپورټس
د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی به له خپلو ټولو نارینه او ښځینه کرکټ لوبغاړو د تنخواوو سلنه غوڅه کړي او کم به یې کړي.
د هغه په خبره اوسمهال د استرالیا کرکټ بورډ د مالي بحران سره مخ دی او نشي کولای چې ټولو لوبغاړو ته په بشپړه توګه تنخوا ورکړي.
کیوین رابرټس چې د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر دی، ویلي چې دی د کرکټ له نورو مسوولینو سره په اړیکه دی او په دې اړه به په راتلونکو ورځو کې پرېکړه وشي.
د هغه په وېنا تقریباً ۸۰ سلنه معاشونه به له لوبغاړو وګرځول شي.
د کرونا ویروس د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په استرالیا کې هم خپل اغېز غورځولی او لوبې یې په ټپه درولي دي.
هلته په اسټرالیا کې دوکانونه، غټ کاروبارونه او نورې چارې په ټپه درېدلي او ښارونه قرنطین دي.
د رابرټس په خبره دوی هڅه کوي، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ډېر کار وکړي، نو په همدې خاطر دوی له مالي بحران سره مخ دي او له مالي ملاتړو سره یې په قراردادونو غور کوي.
د کرکټ لوبډلې ډېرو پېسو ته اړتیا لري.
خصوصا د لوبو د نشر پرمهال تلوېزیوني چېنلونه په خورا لوړه بیه لوبې نشروي او دا چاره زیاتو پېسو او مالي ملاتړو ته اړتیا لري.
رابرټس ویلي چې دوی به د کرونا ویروس پرمهال له ۴۰ میلیونه استرالیایي ډالرو کمښت سره مخ شي، چې دا کمښت مستقیما په لوبډله او د لوبغاړو په معاشونو تاثیرات غورځوي.
د اسټرالیا کرکټ لوبډله په نړۍ کې یوه په زړه پورې لوبډله ده، چې پنځه ځلې یې د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام اتلولۍ ګټلي دي.
همدارنګه د دوی ښځينه لوبډله هم په نړۍ کې یوه له مطرحو لوبډلو بلل کېږي.
د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې بیا پنځه ځلې شل اوریزو نړیوالو جامونو اتلولۍ اخېستي دي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې یې هم نړیوال جام وګاټه او افریقا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.
kavinrobert.jpg
03australiawomen.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.