روسیه: امریکا او برطانیه له نړیوال فوټبال زموږ د ویستلو هڅه کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: فضل الرحیم رحیمي
روسیه وایي، غربي هیوادونه غواړي چې روسیه له فوټبال نړیوال جام ترسره کولو محروم شي او کوربه توب یې ونه کړي.
د روسې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریه زخارووا وايي؛


«امریکا او برطانیه نه غواړي چې د فوټبال نړیوال جام کوربتوب وکړو.»

نوموړې په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي، د یادو هیواد له نړیوال فوټبال څخه د روسې ویستل دي.
بل پلو برطانیې په روسي تور پورې کړی چې یې په دغه هیواد کې روسي جاسوسان ځای پرځای کړي او برطاینه غواړي په دغه کار روسې ته سزا ورکړي.
په وروستیو کې د روسې او برطانیه ترمنځ اړیکې هم کړکیچن شوي چې له امله یې په دواړه هیوادنو کې د دوی سفارتونه هم تړل شوي، خو لا هم معلومه نده چې د انګلستان لوبډله په دغه جام د ګډون په موخه روسې ته لاړشي او که نه.
روسیه کې به روان کال د ۱۴ جون څخه تر۱۵ جولای پورې د روسې په یوولسو ښارونو کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ دغه جام ترسره شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.