ژباړه: عطا محمد میاخېل
مېرمنو! د خپلې خوښې وړ نارینه سره تر واده مخکې، باید د هغه د چلندونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، چې آیا هغه کولای شي ستاسو لپاره یو بشپړ، بې عیبه او بې نیمګړتیا خاوند وي یا نه؟
بشپړ، بې عیبه او بې نیمګړتیا خاوند کومې نښې لري؟
په نړۍ کې هېڅ بشپړ شخص نشته، خو کله چې موږ له مینې سره لاس ګرېوان کېږو، نو مقابل شخص یو فوقالعاده، بې عیبه او بې نیمګړتیا انسان وینو، په دې حالت کې او د وخت په تېرېدو سره، ښایي تاسو ته شک او تردېد پیدا شي، چې آیا خاوند مو یو بشپړ انسان او ټاکنه مو سمه وه.
که چېرې یوه پېغله یاست او د واده کولو هوډ لرئ، نو هرومرو د خاوند ټاکلو د معیارونو په اړه فکر کوئ، آیا د ټاکنې معیار مو په بانکي حساب او دندې پورې محدود شوی دی یا نه له دې څخه لوړ فکر کوئ، که چېرې له هغو افرادو څخه یاست، چې اخلاقي مسایل درته ډېر زیات ارزښت لري، دېته په نه پام سره، چې آغلې یاست یا ښاغلی، لاندې لیکنه په ښه غوره او دقت سره ولولئ.
له دې نښو ښکاري چې خاوند مو بشپړ دی
له ستونزې څخه نه وېرېدل او د حل لپاره یې هڅه
یو ځواکمن نارینه د ستونزو پر وړاندې درېږي او د هغو د له منځه وړلو لپاره پرېکنده اقدامات کوي او تل په سختو شېبو کې له ستونزو سره د مخامخ کېدو چمتووالی لري.
خواړه پخولی شي
زموږ موږ دا نه ده چې یو نارینه دې باید بشپړ آشپز واوسي، خو کله چې مېرمن یې په کور کې نه شته باید وکولای شي (البته د پخلنځي له ټولو لوښو او وسایلو په نه ګټه اخیستنې سره) خپل ځان او ماشومانو لپاره خواړه چمتو کړي.
تل ستاسو ملاتړی پاتې شي
موږ ټول په ژوند کې تېروتنه کوو او دا زموږ له ژوند څخه یوه نه جلا کېدونکې مسئله ده، خو مهمه دا ده چې د ژوند شریک مو له دې تېروتنو سره په مخامخ کېدو کې څنګه چلند کوي، پرځای د دې چې ومو رټي، له تاسو څخه ملاتړ وکړي.
په جزیاتو باندې تمرکز ولري
دا په دې مانا نه ده چې یو نارینه دې د خپل ژوند پر ټولو جزیاتو باندې پوه شي او په یاد ولرئ، هغه جامې او بوټونه، چې له هغو سره یې د لومړي ځل لپاره تاسو لیدلي یاست څنګه وو، مثلاً باید په دقیقه توګه پر دې پوه شي، چې په چای کې څومره بوره اچوئ او یا کومه سندره مو خوښېږي، یانې ستاسو له مینې او لېوالتیا څخه په جزیاتو باندې پوه شي.
هغه نه یوازې هوښیار، بلکې ځیرک هم دی
له تردید پرته که خاوند مو داسې یو فرد وي، چې د هستوي فزیک پر اصولو پوه شي بده نه ده، خو له دې څخه مهمه دا ده، چې پر دې پوه شي ستاسو ترڅنګ څنګه چلند وکړي او په هغو شرایطو کې، چې تاسو ورسره مخامخ کېږئ، څه ډول غبرګون ښکاره کړي، مثلاً کله چې له خپلې خواښې او یا هم له خپلې مور سره مو اختلاف پیدا کړ، پر دې پوه شي، چې څنګه مشوره درکړي او څنګه چلند وکړی، چې وضعیت له اوسني حالت څخه لا پسې ترینګلی نه شي.
پوهېږي، چې تاسو څنګه وهڅوي
کله چې بد احساس کوئ او یا ستړې یاست، خاوند مو پر دې پوهېږي، چې څنګه مو بېرته نورمال حالت ته را وګرځوي. احتمالاً له تاسو سره ټوکې کوي یا درسره خبرې کوي او یا په ټوله کې داسې یو کار کوي، چې حالت مو ښه کړي.
د خبرو او جوړښت لپاره یوه لاره چاره پیدا کولای شي
له داسې مواردو سره په مخامخ کېدو کې، چې باید خبرې اترې وکړي، لکه له پولیس، یوه پلورونکي او یا هم له یوه ګاونډي سره د لانجې پرمهال، په عجیب و غریب ډول پوهېږي، څنګه خبرې وکړي او ستونزې ته د حل لارې چارې پیدا کړي.
له کور څخه بهر ستونزې کور ته نه راوړي
معمولاً نارینه له کور څخه بهر او په کاري چاپېریال کې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، خو یو مینهناک شخصیت خپلې ستونزې له کور څخه بهر د المارۍ په یوه روک کې ږدي او وروسته کور ته راځي.
ستاسو نظر زما لپاره مهم دی
ښې جوړې تل یو بل ته مشوره ورکوي او د ستونزو په اړه، په ګډه تصمیم نیسي. دا ښه ده چې خاوند مو د خپلو یا ګډو مسایلو په اړه له تاسو څخه مشوره اخلي.
د کور په کارونو کې له تاسو سره مرسته کوي
که د خاوند لپاره مو ارزښت لرئ او تاسو ته درنښت کوي، نو باید دې ته یې پام وي، چې د کور له کارونو څخه ستړې کېږئ، نو معمولاً پرته له دې چې تاسو ترې غوښتننه وکړئ، د کور په کارونو کې به له تاسو سره مرسته وکړي.
البته هر د خوښې وړ فرد دوه نیمې ډکې او تشې لري او هر شخص خپلې نښې لري او په ټوله کې مېرمن او خاوند یو د بل بشپړونکي دي. اصلي ټکی دا دی، چې خاوند مو باید تاسو ته لومړیتوب درکړي او تاسو هم باید هغه ته لومړیتوب ورکړئ، دا د خوښې وړ واده کیلي ده.
له خپلې مېرمنې سره مینه کوي
یو ښه خاوند، هغه مینه چې مېرمن یې هیله لري، پرته له کومې تمې هغې ته ورکوي او دا ورته ارزښت نه لري، چې له ژوند څخه یې څو کاله تېرېږي، خپله مېرمن ښکلوي او په غېږ کې یې نیسي.
خپلواک دی
د خوښې وړ خاوند د کور د لګښتونو، سرپناه او نورو اړتیاوو لپاره، په خپلو او د خپلې مېرمنې په والدینو پورې تړلی نه دی. دا ډول خاوند په ډېرې سختۍ سره د خپلې مېرمنې لپاره هوسا ژوند جوړوي.
د کورنۍ د مدیریت کولو وړتیا لري
د باور وړ خاوند، د عمل ابتکار لري او د ماشومانو لپاره ډېره ښه بېلګه ده. پر دې پوهېږي، چې څنګه کورنۍ ته په سمه توګه لارښوونه وکړي. کله چې دا ډول خاوند لرئ، نو ستونزې په ډېرې آسانۍ سره حل کوئ او تر شا یې پرېږدئ، په همدې خاطر د هغه په وړاندې د یوې ډاډمنې ښځې په توګه تسلیمېږئ.
خپلې مېرمنې او کورنۍ ته وفادار دی
وفادار نارینه له خپلې مېرمنې سره خیانت نه کوي او د تل د کورنۍ د بنسټ په ساتنه کې له بریده زیاتې هڅې کوي، چې له خپلې مېرمنې سره مینهناک ژوند جوړ کړي او ماشومان په ډېرې آرامتیا سره وروزي.
له خپل ځان سره مینه لري
هغه کس، چې له خپل ځان سره مینه لري، نور نو مېرمن یې اړه نه ده، چې اندېښنه ورته وکړي، ځکه پر دې ډاډه ده، چې کولای شي پر خپل ځان پام وکړي. هغه له خپل ځان، خپلې مېرمنې او کورنۍ سره مینه لري او د خپلو ماشومانو او مېرمنې د روغتیا او خوښۍ لپاره تل هڅې کوي.
پر خپلې مېرمنې باور لري
ښه خاوند پر خپلې مېرمنې باور لري او له هغې سره د یوې ملکې په څېر چلند کوي، نه هغه ښځه چې د اعتماد وړ نه ده، دغه راز خپله ټوله شتمني، پیسې او میاشتنی معاش په ډېر ډاډ او باور سره د خپلې مېرمنې په واک کې ورکوي.
د ژوند د اداره کولو لپاره کافي پوهه لري
خاوند د بل هر چا په پرتله باید خپله مېرمن ډېره زیاته وپېژني او د خپلې مېرمنې له ځانګړتیاوو او لېوالتیاوو سره د آشنایۍ لپاره ډېرې زیاتې هڅې وکړي. هغه د خپلې مېرمنې د خوښې وړ په رنګ، موسیقۍ او خوړو باندې پوهېږي او له دې څخه مهمه دا چې د خپلې مېرمنې پر لیدلورو پوهېږي.
په خبرو کې رښتینولي لري
د ژوند نارینه رښتینی دی او په خپلې مېرمنې باندې اعتماد لري او متقابلاً خپله هم د یوه اعتماد وړ او مینهناک فرد په توګه لیدل کېږي، چې د ژوند ستونزې په ډېرې هوښیارۍ سره حل کوي.
د خپلې مېرمنې د زحمتونو منندوی دی
مینهناک خاوند تل دا په یاد لري، چې له خپلې مېرمنې څخه مننه وکړي، حتا له هغو کوچنیو کارونو څخه، چې د ده لپاره یې ترسره کوي، مننه کوي. په همدې دلیل مېرمن تر ډېره خدمت او مینې کولو ته لېواله کېږي، ځکه پوهېږي، چې هڅې یې نالیدلې نه نیول کېږي.
زغم لرونکی فرد دی
مینهناک خاوند په ډېرې آسانۍ پر خپلې مېرمنې او ماشومانو نه غوسه کېږي. د ستونزو په وړاندې په ډېرې آسانۍ سره نه تسلیمېږي. دردونه او کړاونه زغملی شي، ځکه پر دې پوهېږي، چې همدا دي، چې دی ځواکمن کوي.
د ستونزو پر وړاندې درېږي
هغه سرسخت او باثباته دی او هېڅکله تر هغه وخته، چې د خپلې مېرمنې او کورنۍ لپاره، خپلو خوبونو ته نه وي رسېدلی، نو له هڅو او کوښښونو څخه لاس نه اخلي. له پرلهپسې هڅو سره سره، نه تسلمېږي او نه هم ناهیلی کېږي. هغه د لارې سختۍ ته په نه پام سره د خپلې کورنۍ د روښانه راتلونکې لپاره، یادې لارې ته دوام ورکوي.
پر خپل ځان کنټرول لري
فردي انضباط لري او پر دې باندې پوهېږي، چې څنګه د غرایزو په وړاندې ځان کنټرول کړي، چې له ډېر خوارک، د نفس له غوښتنو او… مخنیوی وکړي.
پوه خاوند دی
پوه خاوند، خپل ځان او خپله مېرمن درک کوي او خپلو خبرو ته یې پام دی، هوښیارانه ټاکنې کوي او دغه راز هوښیارانه تصمیمونه نیسي، ځکه چې په دې برخه کې تجربه لري.
د خپلې کورنۍ په اړه تېرېدنه (ګذشت) لري
مهربان خاوند غچ اخیستونکی نه دی او د خپلې مېرمنې له تېرو تېروتنو څخه هغې ته یادونه نه کوي، هغه پوهېږي، چې څنګه تېرېدنه ولري، هېر یې کړي او د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره خوشاله ژوند جوړ کړي.
پر خپلې مېرمنې او ماشومانو یې زړه خوږېږي
پر خپلې مېرمنې او ماشومانو د خاوند زړه خوږېږي، د هغه له درک او د نېکمرغۍ له احساس څخه سرچینه اخلي، چې د کورنۍ د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي. دغه راز د مېرمنې اندېښنه، خپګان او درد هم احساسوي، په پایله کې غواړي ټول کارونه ترسره کړي، چې درد ته یې تسکین ورکړي.
عدالت غوښتونکی دی
روغ او سالم خاوند له ګناه، شخړې، لانجې او فساد څخه تښتي او هغه کار، چې سم دی ترسره کوي یې، په همدې دلیل هم د عدالت غوښتونکی دی او هم د خپلو ماشومانو لپاره خوښي او خوشالي رامنځته کوي.
خپلې مېرمنې ته درنښت کوي
مؤدب خاوند خپلې مېرمنې ته درنښت کوي، خو د سلیقو، نظرونو او تصمیمونو له اختلاق سره سره بیا هم هغې ته درنښت کوي.
ځان تېرېدنه لري
ځان تېرېدونکی خاوند، خپل ځان قرباني کوي او له ځان څخه مخکې د خپلې مېرمنې او ماشوم په اړه فکر کوي. هغه خپلې غوښتنې، د خپلې مېرمنې او خپل ماشوم د غوښتنو لپاره قربانوي. پیسې، وخت او خپله انرژي نه یوازې د خپل ځان، بلکې د ټولې کورنۍ لپاره لګوي.
د ژوند په اوږدو کې تل په اسلام برابر دی
بشپړ خاوند تر هر څه مخکې له الله (ج) څخه یو وېرېدونکی انسان دی، له الهي دستورونو څخه پیروي او د اسلامي شریعت ټول اصول او قواعد په خپل ژوند کې پلي کوي، هغه خپله مېرمن او ماشومان الله (ج) ته نږدې کوي.
د ښځو نرمښت درک کوي
نرم خاوند د خپلې مېرمنې په روح، جسم او زړه باندې مهربان دی. کله چې مېرمن یې کومه تېروتنه کوي، په ډېرې آرامۍ سره یې ملامتوي، نه په غوسې سره.
شخړې او لانجې یې نه خوښېږي
د آرامه خاوند شخړې او لانجې نه خوښېږي. کله چې د مېرمنې حالت یې ښه نه دی، له هغې سره جروبحث او لانجه نه کوي، هغې ته وخت ورکوي، چې د خبرو کولو لپاره مناسب موقعیت پیدا کړي او خبرو ته غوږ نیسي، چې ستونزې حل کړي.
ډېر نرم او متواضع چلند کوي
متواضع خاوند مغرور او کبرجن نه دی او له اروایي او ذهني پلوه پیاوړی دی، په همدې دلیل کولای شي خپلو شاوخوا خلکو ته خوښي، خوشالي او مهرباني ورکړي.
خپله مېرمن لکه څنګه چې ده مني یې
بشپړ خاوند، خپله مېرمن لکه څنګه چې ده مني یې او قضاوت نه پرې کوي او په جبر له خپلې مېرمنې څخه بل فرد نه جوړوي. په دې حالت کې په الهام بښلو او د انګېزې په رامنځته کولو سره، د هغې له ودې او بشپړتیا سره مرسته کوي.