اسټراليا خپلو خلکو ته د سمندرونو غاړو او کورونو ته د تلو اجازه ورکړه.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
اسټراليا د کرونا ويروس د پيښو د کميدو په خاطر د قرنطين اصول اسانه کوي.
په نوي جنوبي ويلس کې چې د اسټراليا تر ټولو نفوس لرونکی ايالت دی او د اسټراليا په کچه د کرونا ويروس ۵۰% پيښي پکښې ثبت سويدي د طبي ازموینو وروسته محدوديتونه نرم کيږي.
په سيدني کې هم يوه مياشت وړاندې ساحلونو ته د کرونا ويروس سره د مبارزې په خاطر د خلکو پر تلو بنديز لګيدلی وو،خو چارواکي وايي چې بالغ کسان کولای سي نور د سمندر غاړو ته ولاړسي او همدارنګه خلک کولای سي د يوبل کورونو ته ولاړسي.
اسټراليا ځکه د قرنطين محدوديتونه نرم کړه چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په ياد هيواد کې د کرونا ويروس يوازي يوه پيښه ثبت سوېده.

د اسټراليا د روغتيا وزير ګريګ هنټ وايي:” موږ ګټوونکي کيږو خو تر اوسه مو نده ګټلې”.
هنټ خبريالانو ته ويلي:” د اسټراليا دوه ميليونه او څلور لکه وګړي چي ۱۰ سلنه کيږي د حکومت په رسمي اپليکشن کې راجستر سوي او د بلوتوت او وايفای له لاري يې کاروي،دا اپ ددې لپاره دی کله چې تر دوه نيم متره فاصله نيږدې سي دواړو کسانو ته خبرداری ورکوي،وروسته دا اپليکشن د هغه مخاطب کس په اړه تر ۱۵ دقيقو پورې مالومات ورکوي چې په کرونا ويروس اخته وي.
نوموړی وايي اړتيا ده چي ۴۰% اسټراليايان ياد سافټوير استعمال کړي.
په اسټراليا کي اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کي ۱% د کرونا ويروس مثبتې پيښې ثبتيږي په داسې حال کې چې يوه مياشت وړاندي ۲۵% پيښي ثبتيدلې.
اسټراليا کې تر اوسه ۶۷۳۱ کسان په کرونا ويروس اخته سوي چې له امله يې ۸۴ کسان مړه سويدي.