یاران سپورټس
د افغان لوبډلې ۲۱ کلن غوره لېګ برېک بالر او ګوګلي ماسټر له قوله د کرېک ټرکر وېبپاڼې یو راپور خپور کړی دی، چې پکې یې له راشدخان څخه د هغه د خوښې توپ وهونکو او بالرانو پوښتنه کړې، چې راشدخان ورته د ویرات کولي، سچېن ټېنډولکر، ایم ایس ډوني او انېل کومبلی هغه لوبغاړي دي، چې راشدخان یې یادونه کړې او د خپلې خوښې هندي لوبغاړي یې بللي دي.
تاسې د یاران لوستونکي څه وایئ، ایا چې رښتیا هم راشد خان چې کومه پرېکړه کړې دا پر ځای ده او کنه؟ ستاسې د خوښې لوبغاړي څوک دي؟
سچېن ټېنډولکر کابو ۲۴ کاله د هندوستان ملي لوبډلې لپاره په زړه پورې کرکټ وکړ، چې په دغو ۲۴ کلونو کې یې د هندوستان لپاره په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ سلیزې ووهلې او د نړۍ په کچه یواځېنی توپ وهونکی دی، چې د سل سلیزو ریکارډ لري او اوس د کرکټ نړۍ کې د سل سلیزو په پاچا په مشهور دی.
ایم ایس ډوني؛ له ۲۰۰۵ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې ډوني د هندوستان لپاره لوبېدلی دی، چې کابو ۱۴ کاله کېږي، د هند لپاره یې بریالی کرکټ کړی دی.
۲۰۰۷م کې د هندوستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شو او په لومړي ځل یې په سویلي افریقا کې د شل اوریز جام اتلولي وګټله.
۲۰۱۱ م کال کې یې سریلانکا کې له سریلانکا څخه د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام وګاټه او پایلوبه کې یې سریلانکا ته ماته ورکړه.
دا دویمه ستره اتلولي وه، چې هندوستان د ډوني په لوبډلمشرۍ کې وګټله.
د ډوني درېیمه ستره اتلولي په ۲۰۱۳ م کال کې د قهرمانۍ جام ګټل دي.
چې انګلستان کې یې وګاټه.
دا درې سترې اتلولۍ د ډوني هغه کارنامې دي، چې د هندوستاني ملت به تل په یاد وي.
سربېره پر دې ډوني درې ځل د آې پي ایل سیالیو اتلولي د چینای ایالت لپاره ګټلي دي.
ویرات کولي؛ په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان کرکټ لوبډلې ته راغلی او ۲۰۱۱ م کال کې یې لومړی یو ورځنی کرکټ جام ولوباوه.
ویرات کولي په ۲۰۱۱ م کال اسیا جام کې د پاکستان خلاف ۱۸۳ منډې وکړې او له روهېټ شرما یې خورا په زړه پورې ملګرتیا وکړه.
دواړو وکولای شول، چې د پاکستان ۳۲۹ منډې هدف مات کړي او په بریالۍ توګه له لوبغالي ووځي.
نو دا درې هغه لوبغاړي دي، چې په توپ وهنه کې بې ساري دي.
نو راشدخان هم ښایي د همدغو وړتیاوو له مخې خوښ کړي وي.
انېل کومبلی؛ په ۱۹۹۰ م کال د هندوستان لپاره لوبېده، تر ۲۰۰۷ م کال پورې یې د هند لپاره کرکټ وکړ، دی د هندوستان لېګ برېک ګوګلي بالر و دی د وخت یو له خطرناکو بالرانو بلل کېده.
د هندوستان په وېکټ ساتونکي کریم صباح باندې یې سترګه ړنده کړې وه.
ده توپ اچونه کوله او کریم صباح کیپېنګ ته ولاړ و، چې په توپ ولګېد او سترګه یې ړنده شوه.
کومبلی د هندوستان د سپېن بالېنګ روزونکی هم دی.