لیکنه: بهار سمسور
د هند کرکټ ملي لوبډلې ټېسټ بڼې پیلیز توپ وهونکی پریتاوشاو وايي، تکړه هغه څوک دی، چې له تېروتنو زدهکړه وکړي او د بیا تکرار مخه يې ونیسي. کال مخکې نوموړي ناقانوني درمل چې ورزشکرانو ته يې د استعمالولو اجازه نشته وخوړ او هندۍ کرکټ سترې ادارې پرې له نړیوال او کورني کریکټ یو کلن پرهېز ورکړ.
دا ځوان ښی لاسی توپ وهونکی بېرته نړیوال کرکټ ته په رستنېدو سره وايي؛ له هغې تېروتنې يې دا زده کړل، چې څنه یو څوک له ماتې وروسته بیا مجادله پیل کړي. نوموړي په تازه مرکه کې ویلي؛ وروسته له هغه چې ترې دا تېروتنه وشوه، دی لندن ته ولاړ او هلته يې پر خپل فټنس سخت کار وکړ، دی زیاتوي ما دا هڅه وکړه، چې زه باید هر چېرې او پر هر لوبغالي ښه توپ وهنه وکړه، د دې لپاره مې ځان هم جوړ کړ، او لا راته کار په کار دی. شا و زیاتوي، غواړي د سچن ټنډولکر په څېر کرکټ وکړي، چې راتلونکي نسل ته یو تاریخ پاتې شي.