د هسپانيې خلک په انلاين ډول د خپلو مړو د ښخولو مراسم ګوري

رنګین تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
په هسپانيه کې د کرونا ويروس په خاطر دولت خلکو ته د انټرنيټ له لارې زمينه برابره کړې چې د خپلوانو د ښخولو مراسم وګوري.
سوداګري، د کوزدې او واده مراسم او ځينې نور داسې کارونه به مو ډېر ليدلي او اوريدلي وي چې د انټرنيټ له لارې ترسره شوي يا هم ښودل شوي وي، خو کرونا ويروس په نړۍ کې دا محدويت هم رامنځته کړ چې د خپلو خپلوانو د ښخولو مراسم به هم په انلاين ډول ښودل کېږي.
د اروپا پريس په حواله په مادريد کي د مړو ښخولو دولتي شرکت دا زمينه برابره کړې چې په کورونو کې قرنطين کسان د خپلو مړو د ښخولو مراسم د انټرنيټ له لارې په ژوندۍ بڼه د ويډيويي کنفرانس له لارې وګوري.
که څه هم روغتياپالان وايي چې د مړ شوي کس په جسد کې د کرونا ويروس نه پاتېږي، خو دا چې هسپانيه د کرونا ويروس ډېره ځپلې او خلک يې په جبري ډول قرنطين دي، نو نشي کولای چې د مړو ښخولو په مراسمو کې برخه واخلي.
د ښخولو دولتي شرکت اکثريت وخت مړي له روغتونونو څخه مستقيماً هديرو ته وړي چې هلته په مذهبي مراسمو ښخيږي او يا هم سوځول کيږي.
تر امريکا وروسته هسپانيه د کرونا ويروس ډيره ځپلې چي ۲۰۸۳۸۹ کسان يې په کرونا ويروس اخته دي او ۲۱۷۱۷ کسان يې وژلي دي.