د حج لغوه کېدل او د سعودي پر اقتصاد يې اغېزې

رنګین تجريدي ډیزاین

انګرېزي ليکنه: ليل خليفه
ژباړه او زیاتونه: حيات بهير
که څه هم د سعودي عربستان عوايد تر ډېره پر تېلو تکيه ده، خو ورسره څنګ کې ديني سياحتونه چې د حج او عمرې د زيارتونو په بڼه دي، هر کال ددغه هېواد پر اقتصاد ژور تاثير لري.
اوس چې نړۍ د Covid-19 ناروغۍ سره مخ ده، د حج د لغوه کېدو امکان ډېر شوی. تمه وه چې د روان زېږېديز کال د جولای د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د حج مراسم پيل شي، خو د سعودي شاهي حکومت د کرونا ناروغۍ د خپرېدا له امله دغه مراسم ځنډولي.
په ۲۰۱۷ زېږېديز کال کې ۲،۴ ميليونه مسلمانانو د حج د زيارت کولو په مراسمو کې ګډون کړی وو چې ۱،۸ ميليونه يې له نورو هېوادونو راغلي ول. سږ کال (۲۰۲۰) کې تمه وه چې شاوخوا ۲ ميليونه مسلمانان به د حج د زيارت کولو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي، خو د سعودي د حکومت له لوري خبر ورکړل شو چې تر څو دوی دا نه وي اعلان کړی چې زيارت کوونکي کولی شي دغه هېواد ته سفر وکړي، زيارت کوونکي دې د حج لپاره نومليکنه نه کوي. خو پوښتنه دا ده چې آيا د حج مراسم بندېدل به د سعودي پر اقتصاد اغېز ولري او کنه؟
د سعودي عربستان د خصوصي سکتور ۲۵ تر ۳۰ سلنې عوايد د مکې او مدينې ښارونو کې د حج د مراسمو په وخت کې وي. رسټورانټونه، ټرېول ايجنسۍ، هوټلونه، هوايي او مخابراتي شرکتونه له دغه لارې هر کال ښه ګټه کوي. د بي بي سي د راپور له مخې يوازې په ۲۰۱۱ زېږېديز کال کې د حج د لسو ورځو عوايد شاوخوا لس ميليارده امریکايي ډالره وو.

 
که څه هم سعودي عربستان د خپلې کلنۍ بوديجې تر ۸۷٪ تکيه ددغه هېواد د تيلو پر عوايدو کوي، خو په دې هم سترګې پټول نه دي په کار چې ديني سياحت هم ددغه هېواد پر اقتصاد ستر اغېز لري.

بلخوا د ټي آر ټي نړيوال ټلويزيون د راپور له مخې د حج او عمرې زيارتونه هر کال د سعودي عربستان ناخالص کورني تولید (GDP) کې تر دولس ميليارده امريکايي ډالرو زياتوالی راولي چې دا د ياد هېواد د ټول ناخالصه کورني توليداتو ۷٪ ده.
په ۲۰۱۸ زېږېديز کال کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ شورا کې د املاکو کمېټې وړاندوينه کړې وه چې راتلونکو پنځه کلونو کې به تر ۱۵۰ ميليارده امريکايي ډالره عوايد د حج او عمرې له لارې ولري، خو داسې برېښي چې د ۲۰۲۰ زېږېديز کال د کرونا ناروغۍ دغه چاره تر يوه حده زيانمنه کړې.
سره له دې چې د ۱۹۳۰زېږېديز کال نه د حج او عمرې مراسم کله هم نه دي ځنډول شوي، خو اوس سعودي عربستان د نړيوال روغتيايي سازمان د لارښوونو پر بنسټ دغه مراسم ځنډولي. دغه ځنډ به د دغه هېواد د ۲۰۳۰زېږېديز کال لرليد چې غواړي د حج او عمرې زيارتونه تر ۱۸٪ لوړ کړي، له ستونزو سره مخ کړي.
د یادونې وړ ده چې سعودي د تیلو د عوایدو له درکه هم د کرونا وایروس خپریدو له جدي ستونزې سره مخ کړی. په نړۍ کې تر نیمايي زیات خلک په کورونو ناست دي، او د تیلو بیې په وروستیو ورځو کې په بېسارې ډول رالویدلي. تر دې چې امریکا کې د خام تیل پیردونکي نه شته او تولیدونکي چمتو دي چې د ډکو زیرمو د تشولو لپاره په وړیا توګه خام تیل ورکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.