کرونا؛ کابل کې پر ویروس د ککړو شمېر له ۴۰۰ واوښت

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
خبریال: فضل الله فضلي

د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن رسنیو ته وویل چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ۵۱ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټوله هیواد کي د ویروس شمېر ۱۱۴۳ ته پورته سو.
د تازه پېښو له جملې کابل کي ۲۸، ننګرهار کي ۶، کاپيسا کي ۴، هرات او کنړ کي ۳-۳، غزني کي ۲، پروان، لغمان، بامیان پکتیا او فراه ولایتونو کي یوه-یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده.
د عامي روغتیا وزارت د کرونا ویروس د نوو پېښو پر وړاندي اندېښنه ښوولې ده.

د یاد وزارت د معلومات له مخي چي له ویروسه په ټول هیواد کي ۴۰ تنه مړه او ۱۶۶ تنه بیا رغېدلي دي.
پدې سره د کرونا ویروس پېښي د هیواد په ۳۱ ولایتونو کي ثبت سوي او لاهم د نورستان، پنجشېر او خوست ولایتونو کي د کومي مثبتي پېښي خبر نه دئ ورکول سوئ.
تر تېري ورځي پوري د یاد وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له دې ویروسه ۴ ډاکټران مړه سوي او لاهم ۱۱۰ تنه په اخته دي.
5 Positive Coronavirus Cases Reported in Afghanistan | TOLOnews
د کرونا ویروس ډېري پېښي په کابل کي ۴۱۳، هرات کي ۳۳۷، کندهار کي ۱۰۸، بلخ کي ۵۵ او نیمروز کي ۳۵ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
کندهار ولایت کي له تېرو درو ورځو راهسي د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه ځکه نه ده ثبت سوې، چي پدې ولایت کي د ویروس د معاینه کولو طبي کیټونه خلاص سوي دي.
په کرونا ویروس باندي په ټوله نړۍ کي تر اوسه له ۲،۵ میلیونو ډېر کسان اخته سوي، له ۱۷۷ زرو ډېر مړه سوي او تر ۷ لکو پوري ځيني روغ سوي دي.