لیکنه: بهار سمسور
ډاو وټ مور چې په ۱۹۹۶ کې يې د سریلنکا لوبډله په روزنه کې د کرکټ نړیوال جام اتله شوه، اوس له نړیوال کرکټ لاندې، خو د کرکټ لوبې د سر لاري هېواد هندوستان د باروډا معتبرې ایالتي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی.
د دې ایالت د کرکټ بورډ مشر سکرتر اجیت لال وايي، وټ مور به نه یوازې د دوی د لوبډلې رورنکی وي، بلکې د دې ایالت د کرکټ ډايریکټر به هم پاتې شي.
بیان زیاتوي، ډاو وټ مور تر دې مخکې د سریلنکا، بنګلهدېش، پاکستان او هم په هند کې دننه د کیرالا ایالت د کرکټ لوبډلو د روزونکي دنده تجربه کړې، خو تر ټولو مثبته نتیجه يې د سریلنکا کرکټ لوبډلې ته ورکړې، چې د ده په روزونه کې دې لوبډلې نړیوال جام وګاټه. ډاو وټ مور داسې مهال د باروډا ایالت د روزونکي په حیث معرفي کیږي، چې دا هېواد کې د ټېسټ کورونیو سترو لوبو رانجي ټراپي لوبې د کرونا له ګواښه ځنډيدلې دي.